ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ځينې ځايي رسنۍ له ناوړه وضعيت سره مخ دي

د خوست ځينې ځايي رسنۍ له ناوړه وضعيت سره مخ دي

author avatar
2 May 2016 - 16:18
د خوست ځينې ځايي رسنۍ له ناوړه وضعيت سره مخ دي
author avatar
2 May 2016 - 16:18

کابل (پژواک، ١٣ غويى ٩٥): د خوست ولايت ځايي ژورنالېستان، مدني فعالان او په دغه ولایت کې یو شمېر ځايي رسنۍ له ناوړه وضعيت سره مخ دي.

دغه څرګندونې د خوست يو شمېر ژورنالېستانو او مدني فعالانو نن د غويي په ۱۳مه د مطبوعاتو د نړيوالې ورځې په نمانځ غونډه کې وکړې.

ليکوال او ژورنالېست الياس وحدت غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې دا مهال په خوست کې د دولتي راډيو تلويزيون په ګډون اته شخصي راډيوګانې، دوه تلويزيونونه او تر څلوېښتو پورې چاپي رسنۍ فعاليت کوي.

نوموړي زياته کړه چې تر ټولو لويه ستونزه چې يادې رسنۍ ورسره مخ دي، هغه د مالي سرچينو نه شتون دی او وايي، که چېرې حکومت دغې ستونزې ته په لنډ مهال کې د حل لار پيدا نه کړي، نو زياتره رسنۍ به له سقوط سره مخ شي.

هغه وايي: ((په خوست کې يواځې دوې رسنۍ دي چې ثابتې مالي سرچينې لري او پاتې نورې ثابتې مالي سرچينې نه لري، که چېرې کارکوونکي ته معاش ورکوي، نو مجبور دی چې د اعلاناتو له لارې ترلاسه کړې پيسې ورکړي.))

الياس وحدت همدارنګه زياته کړه چې ځيني وختونه د حکومت، وسله والو مخالفينو او د مافيايي کړيو له خوا د رسنيو مسوولينو او خبريالانو ته ګواښونه کېږي چې دا هم د رسنيو په فعاليت باندې منفي تاثير لري.

هغه دا هم وويل چې په يادو رسنيو کې زياتره غير مسلکي اشخاص پر دندو ګومارل شوي چې ټولنې ته د ګټې پر ځای زيان رسوي.

دى وايي: ((حکومت غواړي چې رسنۍ دې د دوی لوډسپېکر وي او طالب هم، حکومت وايي، که مشکل لرم او که نه لرم، که په حقه وم او که په ناحقه، خو تا ته وايي، چې هېواد ګل ګلزار دی او هېڅ ستونزه هم نشته.))

په خوست کې د يوې خصوصي راډيو مسوول زاهدشاه انګار يادې غونډې ته بيا وويل چې په تېره يوه نيمه لسيزه کې ګڼ شمېر ژورنالېستان په جنګ کې د ښکېلو خواوو له خوا يا وژل شوي او يا له ډول ډول تهديد سره مخ شوي.

نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د ژورنالېستانو د ژوند د خونديتوب لپاره بايد ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه زياتوي: ((هر هغه څوک چې خبره کوي او يا يو څه ليکي، که چېرې له کوم ګواښ سره مخ شو، حق لري چې خپل شکايت له بېلابېلو لارو څخه اړوندو ادارو ته ورسوي او په دې برخه کې موږ د خوست ژورنالېستان له ټولو ژورنالېستانو ملاتړ کوو.))

د مطبوعاتو نړيواله ورځ په ۱۹۹۳ ميلادي کال د ډسمبر په شلمه نيټه د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې تصويب شوه او دا مهال د افغانستان په ګډون د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې هر کال لمانځل کيږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.