ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوداګرۍ خونه: خلک او پانګه وال د برېښنا لوړ قیمت نه شي ورکولی

د سوداګرۍ خونه: خلک او پانګه وال د برېښنا لوړ قیمت نه شي ورکولی

author avatar
2 May 2016 - 16:51
د سوداګرۍ خونه: خلک او پانګه وال د برېښنا لوړ قیمت نه شي ورکولی
author avatar
2 May 2016 - 16:51

کابل (پژواک، ١٣ غويى ٩٥): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه د برېښنا د صرفيې پر لوړوالي نيوکه کوي، خو د کورنيو صنايعو د ملاتړې تعرفې د کړنلارې تصويب د هېواد د صنعتي ودې په وده کې يو ښه اقدام بولي.

د برېښنا شرکت پرون اعلام وکړ چې د ډالرو پر وړاندې د افغانيو د ارزښت له لوېدو سره په کابل او ١٣ نورو ولايتونو کې چې له وارداتي برېښنا استفاده کوي، د برېښنا بيه يې ٢٥ سلنه لوړه شوې ده.

سرچينې زياته کړه چې دا زياتوالى د روان کال د وري له مياشتې د عملي کېدو وړ دى.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې لومړي مرستيال خانجان الکوزي نن د خصوصي سکتور له استازو سره يوې ګډې غونډې ته په دې اړه وويل: ((يو عملي تصميم نه دى، وګړي او پانګه وال يې د ورکړې توان نه لري، موږ د برېښنا له شرکت غواړو چې په دې برخه پيا کتنه وکړي.))

نوموړي د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې برېښنا شرکت بايد د خپلو عوايدو د لوړېدو لپاره نورې لارې ولټوي.

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مشر شېرباز کمين زاده هم له حکومت وغوښتل چې د برېښنا صرفيې پر لوړېدو له سره کتنه وکړي؛ ځکه چې عام خلک او صنعت کاران نه شي کولى چې د پيسو له زياتوالي سره د برېښنا صرفيه تحويل کړي.

ملاتړې کړنلاره

خانجان الکوزي وويل چې دغه کړنلاره د ماليې وزارت، سوداګرۍ او صنايعو خونې او د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې  له خوا په ١٣مادو کې چمتو شوې او تېره ورځ د ولسمشر په مشرۍ د اقتصادي عالي شورا له لوري تصويب شوه.

هغه زياته کړه چې د دې کړنلارې پر بنسټ د خامو وارداتي توکو محصول چې له څه باندې لس سلنې نه يو سلنې ته را ټيټ شوى او د فابريکو پر ماشينرۍ د محصول کچه صفر ته را ټيټه شوې ده.

نوموړي همدارنګه وويل چې د ځينو نورو خامو توکو لکه بورې، کاغذ او نورو محصول چې د خامو توکو د توليد لپاره کارول کېږي، دوه نيم سلنه کمښت موندلى دى.

الکوزي روښانه نه کړه چې تر دې وړاندې د فابريکو د ماشينرۍ او او يادو توکو محصول چې اوس دوه نيم سلنه شوى، پخوا څو و؟

دهغه په خبره، د افغانستان په تاريخ کې لومړى ځل دى چې د کورنيو فابريکو د ملاتړ، د پانګې له تېښتې، د کورنيو توليداتو د ودې، د وارداتو کمښت، د وارداتو زياتوالي او نورو لپاره دا ډول اغېزناکه کړنلاره تصويب کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.