ښرنه (پژواک، ١٣ غويى ٩٥): د پکتيکا د مرکز ښرنې په بازار کې د پوليسو يو افسر لومړی خپله مېرمن او بيا خپل ځان پر ډزو وژلي دي.
د پېښې يوه عيني شاهد د غويي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا لس بجې د پوليسو يو ضابط له خپلې مېرمنې سره پر موټرسايکل د بازار څلورلارې ته راغلل .
هغه زياته کړه چې دغه افسر لومړى خپله مېرمن پر ډزو ووژله او بيا يې پر ځان ډزې وکړې او ځان يې هم وواژه.
د نوموړي په وينا، د يادې وژنې لا مل نه دى معلوم، خو پوليسو ياده سيمه کلابنده کړه او دواړه جسدونه يې روغتون ته ولېږدول.
د مټاخان ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ مرستيال پژواک ته وويل چې ياد ضابط ګلام خان نومېده او له تېرو لسو کلونو يې د پوليسو په ليکو کې دنده لرله.
د ياد ضابط د کورنۍ يوې سرچينې چې د نوم له ښودو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې يادې مېرمنې د پوليسو په ليکو کې هم دنده اجرا کړې، خو اوس يې دنده نه درلوده.
د سرچينې په وينا، دغه مېرمن يوه خپل سرې ښځه وه چې له امله يې خاوند ځان او دا دواړه د خلکو په مخ کې ووژل.
هغه زياتوي چې ګلام خان ياده مېرمن درې کاله وړاندې په نکاح کړې وه، پخوا کونډه وه او دا يې درېيم خاوند و.
د ښرنې د لومړۍ حوزې پخواني امر سمونوال قاسم خان هم پژواک ته پېښه تاييد کړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن