چاريکار (پژواک، ١٤ غويى ٩٥): د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ په نصرو کلي کې د بهرنيو ځواکونو پر ګزمه د ماين چاودنه وشوه.
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمدزمان مموزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر پلچک لاندې د ځاى پر ځاى شوي ماين ياده چاودنه تېره شپه شاوخوا نهه بجې وشوه.
هغه وايي چې د دې چاودنې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري؛ ځکه چې تر چاودنې وروسته د پېښې سيمه د بهرنيو ځواکونو له خوا کلابنده شوې او هېچا ته هلته د ورتګ اجازه نه ورکوي.
د نصرو کلي اوسېدونکي احمدنذير هم وايي چې د دې چاودنې د ځاني مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، خو زياتوي چې د بهرنيو ځواکونو يو ټانک يې له لرې ليدلى چې په دې چاودنه کې زيانمن شوى دى.
ده چې نن سهار شاوخوا اته بجې يې له پژواک سره خبرې کولې وويل چې د چاودنې سيمه تر اوسه د بهرنيو ځواکونو له خوا کلابنده ده.
په بګرام کې مېشتو بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي او د چاودنې مسووليت هم چا پر غاړه نه دى اخیستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن