ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوماتونو او تکيه خانو د ملا امامانو له خوا د بې سوداۍ ختمولو تړون لاسليک شو

د جوماتونو او تکيه خانو د ملا امامانو له خوا د بې سوداۍ ختمولو تړون لاسليک شو

author avatar
3 May 2016 - 15:37
د جوماتونو او تکيه خانو د ملا امامانو له خوا د بې سوداۍ ختمولو تړون لاسليک شو
author avatar
3 May 2016 - 15:37

کابل (پژواک، ١٤ غويی ٩٥): د بې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره د افغانستان په کچه د جوماتونو او تکيه خانو ملا امامانو تر منځ په داسې حال کې د همکارۍ تړون لاسليک کېږي چې لا هم د هېواد ٦٢ سلنه وګړي نالوستي دي.

دغه تړون نن د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي او د ارشاد، حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني تر منځ په کابل کې لاسليک شو.

د پوهنې وزير په دې اړه نيول شوو مراسمو کې وويل چې د دغه تړون لاسليک مرسته کوي څو د بې سوداۍ د له منځه وړو په برخه کې لوړ ګامونه واخيستل شي.

نوموړي زياته کړه چې د دغه تړون له مخې د پوهنې وزارت اړ دى څو د سواد زده کړې پلان، د درسي مرستندويه توکو برابرول، د پروګرام تطبيق له څرنګوالي څخه ګډه څارنه او ارزونه، ښوونکو ته د تدريسي ميتودونو زده کړې ورکول او لارښوونه او د جوماتونو او تکيه خانو ملا امامانو ته چې د تدريس په بهير کې برخه اخلي د حق الزحمې ورکول دي.

د پوهنې وزير د دغه پروګرام د لګښت په اړه څه و نه ويل؛ خو يادونه يې وکړه چې د بې سوداۍ د له منځه وړو لپاره د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان يونيسکو (UNESCO)، جاپان او فلنډ هېوادونه او يو شمېر سفارتونه مالي مرستې کوي.

د هغې په وينا، د دغه تړون له مخې به د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلام له نظره د سواد زده کړې ارزښت په اړه تبليغاتي پلانونه ترتيب او د بېلابېلو مراسمو په لړ کې به يې د جوماتونو او تکيه خانو له لارې د خپرولو مسووليت پر غاړه ولري.

نوموړي په ډاګه کړه چې د بې سوداۍ محوه کولو لپاره دوه ټوکه کتابونه په پښتو، دري او اوزبکي ژبو برابر شوي دي.

هغه يادونه وکړه چې د سواد زده کړې درسي توکي د يو پلان پر بنسټ له اړتيا سره سم ټولو جوماتونو او تکيه خانو ته وېشل کېږي او ملا امامان اړ دي چې د يو اندازه حق الزحمې په بدل کې نالوستي کسانو ته زده کړې ورکړي.

د نوموړي په وينا، دغه پروګرام په داسې حال کې په لاره اچول کېږي چې د افغانستان ٦٢سلنه وګړي نالوستي دي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني په دغو مراسمو کې وويل چې د بې سوداۍ د له منځه وړو په برخه کې پخوا هم د دغه وزارت له لوري کار شوى دى؛ خو د پوهنې وزارت په نوښت له دې وروسته به د بې سوادۍ محوه کولو پروګرام د پوهنې وزارت په همغږۍ په جدي توګه او بېړه پر مخ ولاړ شي.

هغه ټينګار وکړ که څه هم د اسلام دين د ښوونې او روزنې پر ترلاسه کولو ټينګار کوي؛ خو په افغانستان کې د لوستو کسانو شمېر چې يو اسلامي هېواد دى، په ټيټه کچه کې ځاى لري.

نوموړي وويل: "د پوهنې وزارت ژمنه کړې ده، څو سواد د افغانستان ګوت ګوټ کې د هر هېوادوال تر کوره ورسوي؛ د ارشاد،حج او اوقافو وزارت په ټول وس او امکاناتو سره د پوهنې وزارت په چوپړ کې دى."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.