ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا رسنيز بهير له مالي ګواښ سره مخامخ دى

د پکتيکا رسنيز بهير له مالي ګواښ سره مخامخ دى

author avatar
3 May 2016 - 20:00
د پکتيکا رسنيز بهير له مالي ګواښ سره مخامخ دى
author avatar
3 May 2016 - 20:00

ښرنه (پژواک ١٤ غويى ٩٥): د پکتيکا د سيمه ييزو رسنيو مسوولين وايي، په دې ولايت کې رسنيز بهير له ستر مالي ګواښ سره مخامخ دى او که همداسې دوام وکړي، فعاليتونه به يې کمزوري شي او يا به په ټپه ودرېږي.

نن د رسنیو د خپلواکۍ نړیواله ورځ وه، دا ورځ د افغانستان د نورو ولایتونو په ګډون په پکتیکا، لوګر او کندوز کې هم د دې ډګر د غړو، مدني فعالانو او یو شمېر حکومتي چارواکو له لوري ونمانځل شوه.

د پکتيکا په مرکز ښرنه کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لېمه راډيو د خپرونو مسوول رحیم خان وویل، دې ولايت کې رسنیز ډګر په تېرو څو کلونو کې ښه پرمختګ کړی، خو اوس بېرته مخ پر ځوړ راونې دي، چې لامل یې له مالي اړخه له بحران سره مخامخ کېدل دي.

د نوموړي په خبره، نړیوالې موسسې او حکومت باید ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په پکتیکا کې د ژورنالیستانو د خپلواکې ټولنې مشر سیف الرحمن شهاب وويل، په دې ولايت کې سيمه ييزو رسنيو د عامه پوهاوي، ملي ګټو، اسلامي مقدساتو، ښوونې او روزني، روغتيا او نورو ټولنيزو برخو کې مهم رول لوبولی، خو په دې وروستيو کې له ګڼو اقتصادې ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي.

ده زياته کړه، په پکتيکا کې اوسمهال څلور خصوصي سيمه ييزې راډيوګانې فعاليت کوي او ګڼ خبريالان په کې په دندو بوخت دي، خو ډېری يې معاش نه لري، ځکه دومره پيسې نه لري، چې ورځني مصارف ورباندې پوره کړي.

د پښتون غږ راډيو خبريال عبيدالله هم وويل: ((له يوې خوا رسنۍ له مالی ستونزو سره مخ دي، له بل پلوه هر کال د جواز د تمديد سل زره افغانۍ او د اطلاعاتو او کلتور وزارت ورنه ۵۰زره افغانۍ د فعاليت په نامه وړي، چې دا کار به په دې ولايت کې ډېرې سيمه ييزې رسنۍ په ټپه ودروي.))

نوموړي د رسنيو له ملاتړو ادارو او افغان دولت څخه دې ستونزې ته د حل لارې غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د غونډې په وروستيو کې د پکتیکا د ژورنالستانو شورا له لوري یو شمېر هغو خبریالانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول، چې په تېر یوه کال کې یې په دې ډګر کې خدمتونه تر سره کړي دي.

له بلې خوا د لوګر په مرکز پل علم کې هم د مطبوعاتو د ازادۍ نړيواله ورځ ونمانځل شوه.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لوګر والي حليم فدايي وويل، د بيان ازادۍ ته ژمن دى او هر هغه ټولنه چې د بيان او قلم ازادي ولري، هلته د ټوپک پرځاى د منطق استدلال کېږي.

ده زياته کړه، په لوګر کې په تېر او سږکال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي هېڅ يوه پېښه نه ده شوې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.