ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا خلکو د اباسین قاتلینو ته د اعدام سزا وغوښته

د پکتیا خلکو د اباسین قاتلینو ته د اعدام سزا وغوښته

author avatar
3 May 2016 - 16:07
د پکتیا خلکو د اباسین قاتلینو ته د اعدام سزا وغوښته
author avatar
3 May 2016 - 16:07

کابل (پژواک، ۱٤غويى ۹۵):د پکتيا ولايت اوسېدونکي د يو لاريون په ترڅ کې د اباسين قاتلينو ته د اعدام غوښتنه وکړه او ويې ويل که دغه کسانو ته سزا ورنه کړل نو د خلکو او دولت تر منځ به واټن نور هم زيات شي.

د اباسين په نوم ١٤ کلن ماشوم څه باندې درې مياشتې وړاندې د کابل ښار له رحمان مېنې وتښتول شو.

تښتوونکو د دغه ماشوم يوه ګوته پرې کړه او له زياتو شکنجو وروسته يې وواژه.

ويل کېږي چې تښتوونکو د دغه ماشوم د خوشي کولو په بدل کې پيسې غوښتې وې.

د خبرونو له مخې، د دغه ماشوم مړى څلور ورځې وړاندې د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې وموندل شو او د کابل پوليسو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اباسين د تښتونې او وژنې په تور يې تر لسو ډېر کسان په کابل او پکتيا کې نيولي دي.

دغه عمل د خلکو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

د هېواد د يو شمېر نورو ولايتونو په څېر په پکتيا ولايت کې هم اباسين ځاځي ته د عدالت غوښتنې په موخه نن لاريون وشو.

په دغه لاريون کې د مدني ټولنو او ولايتي شورا غړو، ديني عالمانو او د پکتيا ګڼ شمېر اوسېدونکو برخه اخيستې وه.

لاريون کوونکو له ولسمشر او عدلي او قضايي ارګانونو څخه غوښتنه کوله چې د نوموړي ماشوم قاتلينو ته دې د اعدام سزا ورکړل شي.

د پکتيا ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل وويل: ((موږ له رييس جمهور او قضايي ارګانونو څخه غوښتنه کوو چې  د اباسين قاتلينو ته دې د اعدام سزا ورکړي.))

ده وويل که دغه ډول کسانو ته پخوا سزا ورکړل شوې واى نو اوس به د اباسين د وژنې قضيه نه رامنځته کېده.

په پکتيا کې ديني عالم قاري خواجه الدین وويل: ((د ټولو ولسونو غوښتنه همدا ده چې د دې بې ګناه ماشوم قاتلينو ته چې اوس مهال نيول شوي دي، د اعدام سزا ورکړل شي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.