ګردېز (پژواک، ١٤غويی ٩٥): د پکتيا نوى ښاروال وايي چې د ښار پاکول، د عوايدو لوړوالى او د ښو ښاري خدمتونو وړاندې کول يې له کاري لومړيتوبونو څخه دي.
د ولسمشر اشرف غني د فرمان له مخې څو ورځې وړاندې عصمت الله خالد د پکتيا د نوي ښاروال په توګه وټاکل شو.
عصمت الله خالد نن (د غويي ١٤مه) په مرکز ګردېز کې خپله دنده پيل کړه.
هغه د د معرفۍ په غونډه کې وويل چې په ګردېز ښار کې يې د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره منظمه برنامه جوړه کړې ده.
هغه وويل: ((د عوايدو د لوړوالي او د ښار د پاکوالي لپاره هم ښې برنامې لرم چې عملي کول يې وخت ته اړتيا لري.))
خالد وايي چې د يادو پلانونو په عملي کولو کې بايد د ښار اوسېدونکي ورسره پوره همکاري وکړي.
ده وويل چې په ګردېز ښار کې اوس مهال يواځې شل سلنه هټيو د فعاليت کولو جواز ترلاسه کړی خو د عوايدو د لوړوالي په موخه به تر دې وروسته ټولو هټيو ته د کار کولو جواز ورکړل شي.
په دې غونډه کې د پکتيا د ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل وويل چې په تېرو کلونو کې ګردېز ښار ته اړينه پاملرنه نه ده شوې.
هغه وايي چې د دغه ښار ډېرى سړکونه خراب دي او نورو ښاري خدمتونو سيستمونه يې هم ويجاړ شوي دي.
د منګل په وينا، که ښاروالۍ ښه خدمات وړاندي کړي نو ټول پکتياوال به ورسره په هره برخه کې پوره همکارۍ وکړي.
د يادونې ده، عصمت الله خالد تر دې وړاندې د لوګر د ښاروال په توګه دنده ترسره کوله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن