ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د ټاکنو کمېسيون دفتر ته ودانۍ جوړېږي

په خوست کې د ټاکنو کمېسيون دفتر ته ودانۍ جوړېږي

author avatar
3 May 2016 - 16:29
په خوست کې د ټاکنو کمېسيون دفتر ته ودانۍ جوړېږي
author avatar
3 May 2016 - 16:29

خوست ښار (پژواک، ١٤ غويى ٩٥): په خوست کې د جاپان هېواد په مالي مرسته د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر لپاره نوې ودانۍ جوړېږي.

ياده ودانۍ چې د خوست ښار لوېديځ لور ته په اداري کمپلکس کې جوړېږي، نن د غويي په ۱۴مه د خوست والي او يو شمېر نورو دولتي چارواکو له خوا يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

والي حکم خان د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال وويل چې دغه ودانۍ د درې سوه او ۶۵زره امريکايي ډالرو په لګښت په دوو پوړونو کې په اساسي ډول جوړېږي چې اته اداري خونې او نور د اړتيا وړ ملحقات به ولري.

هغه زياته کړه: ((دغه پروژه به په څلورو مياشتو کې له خپل کميت او کيفيت سره سمه بشپړه شي او ارزښت يې په دې کې دی چې له يوې خوا دغه ځای د امنيت له طرفه خوندي دی او بل د خلکو د تګ راتګ لپاره ښه مساعد دى.))

بلخوا په خوست کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر مسوول عبدالرحمن محبت په خپلو خبرو کې وويل چې د ودانۍ د نه شتون له امله دا مهال دوی خپل رسمي کارونه په يوه کرايي کور کې پر مخ بيايي.

نوموړي وويل چې له دې وروسته به يې د ودانۍ ستونزه هواره شي.

هغه زياتوي: ((موږ به د خپل دفتر لپاره ځای په کرايه نيوه، نو چا به راکاوه او چا نه، د دې تر څنګ امنيتي ستونزې هم بيخې ډېرې وې، خو له دې وروسته به زموږ دا ستونزې هوارې شي.))

د يادونې ده چې له يو څو ادارو پرته نورې ټولې حکومتي ادارې دا مهال د خوست ښار لوېديځ لورته په اداري کمپلکس کې ځای پرځای شوي او خلکو ته خپل خدمات وړاندې کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.