ممينه (پژواک، ١٤ غويى ٩٥): د فارياب ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په شېرين تګاب ولسوالۍ کې يو قومي مخور د وسله والو کسانو له لوري د خپلې کورنۍ په مخکې پر ډزو و وژل شو.
د شېرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهريک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو قوماندان قاري اسد ته منسوب شپږ وسله وال د ولسوالۍ په کوه صياد سيمه کې د شپې شاوخوا اته بجې د قومي مخورغلام سخي ارباب کور ته ور ننوتل.
هغه زياته کړه: ((وسله والو کسانو نوموړى له کوټې بهر کړ او د کور په انګړ کې يې د خپلې ښځې او اولادونو پر وړاندې پر ډزو وويشت.))
ګهريک زياته کړه چې سخي ارباب قومي مخور و چې تل يې د ټولنيزو ستونزو د حل او خلکو د سوکالۍ لپاره هڅه کولې.
نوموړى وروسته له هغه چې تېر کال استانه سيمه طالبانو ونيوله، له خپلې کورنۍ سره ددې ولسوالۍ په کوه صياد سيمه کې ژوند غوره کړ.
د وژل شوي کس يوه خپ لميرزا نظري وويل چې سخي ارباب د ماښام لمونځ په جومات کې کړى و او په ډوډۍ خوړلو لګيا و چې طالبان يې کور ته ورننوتل او ډزې يې پرې وکړې.
په ورته وخت کې تېره ورځ يو ٢٠ کلن ځوان د ميمنې ښار د لومړۍ ناحيې په بلوچخانه ساحه کې د چاړې په ګوزار ووژل شو او وروسته له هغه چې د وژل شوي کس خپلوانو د نوموړي مړى د عدالت غوښتنې په موخه د فارياب د والي د کور مخې ته راووړ، د قيضې دوه تورن چې پلار او زوى دي، د امنيتي ځواکونو لخوا ونيول شول.
بلخوا هم پرون ماښام ٥ بجې يو ٣٠ کلن موټر چلوونکى د پښتونکوټ ولسوالۍ په غرب اقسا سيمه کې په مرمۍ ووژل شو او د معلولينو يو استازى جوره ترکمن چې درې مياشتې وړاندې د خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې ورک شوى و، مړى يې ددې ولسوالۍ د سبز سيمې له يکه درخت ساحې نه تر لاسه شو.
امنيتي چارواکو له پيله د دې قضيو په اړه د څېړنو خبر ورکړى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن