ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د سلګونو پروژو د بيارغولو چارې پيل شوې

کونړ کې د سلګونو پروژو د بيارغولو چارې پيل شوې

author avatar
3 May 2016 - 19:06
کونړ کې د سلګونو پروژو د بيارغولو چارې پيل شوې
author avatar
3 May 2016 - 19:06

اسعد اباد (پژواک، ١٤ غويى ٩٥): د کونړ په مرکز او ولسوالیو کې د ملي پیوستون پروګرام له لارې د ٣٤٨ پروژې د بيارغولو چارې پيل شوې.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي چې د یادو پروژو پرانیسته يې د خاص کونړ په ولسوالۍ کې وکړه، وویل چې د دې پروژو چارې د کونړ په مرکز اسعد اباد، څوکۍ، خاص کونړ، مرورې، نرنګ او شیګل ولسواليو کې د کليوالي شوراګانو په مټ ترسره کېږي.

ده زياته کړه، د دې پروژو ټول مالي لګښت ۱۵۵،۴ میلیونه افغانۍ کېږي، چې د کلیو د پراختیا وزارت د ملي پیوستون پروګرام له لوري ورکول کېږي.

د هغه په وينا، په دې پروژو کې به له شل زره زیاتو کسانو ته د کار کولو موقع برابره شي او ۵۹۶۱۲ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

د کونړ والي وايي، په دې پروژو کې زیاتره د سړکونو ترمیم، د ويالو، کوڅو، سربندونو او پولګوټو بيارغول شامل دي او چارې به يې د درې میاشتو په موده بشپړې شي.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د خپلو پروژو په پلي کېدو کې په سمه توګه کار وکړي، ترڅو د هر ډول فساد مخه په کې ونیسي.

د خاص کونړ یوه اوسېدونکي ملک طاووس خان پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملي پیوستون ټولې پروژې د ولس په خوښه او د ولس د اړتیا له مخې ټاکل شوې دي.

ده زیاته کړه، د خاص کونړ ولسوالۍ ټول ولسونه د ملي پیوستون د پروګرامونو ملاتړ کوي او هڅه کوي، له ورکړل شوې بودیجې نه ښه ګټه پورته کړي او ډېر کار وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.