ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو پلاوی د سرحدي سيمو د امنيت ارزونې لپاره ننګرهار ته تللى

یو پلاوی د سرحدي سيمو د امنيت ارزونې لپاره ننګرهار ته تللى

author avatar
3 May 2016 - 16:34
یو پلاوی د سرحدي سيمو د امنيت ارزونې لپاره ننګرهار ته تللى
author avatar
3 May 2016 - 16:34

جلال اباد (پژواک، ١٤ غويى ٩٥): د قومونو او سرحدونو چارو وزير په مشرۍ يوه پلاوي د ننګرهار له والی سره د امنيتي وضعيت د څېړنې او ارزونې په موخه وکتل.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غويي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسمشر غني د ځانګړې لارښوونې له مخې د قومونو او سرحدونو چارو وزير ګلاب منګل په مشرۍ يو پلاوی جلال اباد ته راغلى دى.

هغه زياته کړه چې په دغه پلاوي کې د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو، ملي امنيت، سيمه ييزو ارګانونو او بېړنيو حالاتو پر وړاندې د چمتووالي ادارې استازي برخه لري او له راتګ سره سم يې د ننګرهار له والي سره د دغه ولايت د امنيتي وضعيت د ارزونې او څېړنې په موخه وکتل.

والي سليم خان کندوزي د دغه ولايت پر امنيتي وضعيت رڼا واچوله او وې ويل چې د ننګرهار په ټولو ولسواليو کې اداري پرسونل د ولسونو خدمت کوي او د مامورينو د خدمتي کېدو دود يې له منځه وړی دی.

هغه زياته کړه چې وسله وال مخالفين د امنيتي ځواکونو له لوري ځپل شوي او امنيتي ځواکونه د پخوا په پرتله ډېر پياوړي دي او ګڼې لاسته راوړڼې لري.

والي وويل چې د ننګرهار ولسونو، ځوانانو، علماء کرامو، قومي مشرانو، مخورو، مدني ټولنو غړو او مېرمنو له افغان امنيتي ځواکونو څخه په پراخه کچه ملاتړ اعلان کړی دی او په دې وروستيو کې يې خپلو سرتېرو ته د مينې او ملاتړ په موخه سنګرونو ته ورغلي او امنيتي سرتېري يې ستايلي دي.

د ننګرهار والي زياته کړه، هغه داخلي بېځايه شوې کورنۍ چې د امنيتي ستونزو له امله خپلو سيمو پرېښودو ته اړې شوې وې په خپل وخت ورسره لازمې مرستې ترسره شوې دي.

په دې ناسته کې راغلي پلاوي ته د ننګرهار امنيتي ادارو مسوولينو د خپلو فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې د افغان امنيتي ځواکونو بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې دښمن ځپل شوی او ګڼو وسله والو مخالفينو ته يې د مرګ ژوبلې تر څنګ د هغوى ګڼ شمېر وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.

د قومونو او سرحداتو وزير وويل چې د ولسمشر د ځانګړنې لارښوونې له مخې يې دغه ولايت ته په دې موخه سفر کړی څو د ننګرهار په سرحدي سيمو کې امنيتي وضعيت له نږدې وګوري او هم په ټوله کې د ننګرهار امنيتي وضعيت ارزونه وکړي.

هغه زياته کړه، هغه کورنۍ چې په دې وروستيو کې د ګوشتې او لعلپورې له ولسواليو څخه د ځينو ستونزو له امله بېځايه شوې له منظمې او حقيقې سروې وروسته به ورسره لازمې مرستې ترسره شي.

په ورته وخت کې راغلي پلاوي په دغه ولايت کې د بېړنيو حالاتو پر وړاندې د چمتووالي کمېټې غړو سره وکتل او ترې يې مننه وکړه، چې تل يې د اړتيا پر مهال د داخلي بېځايه شوو کورنيو سروې کړې او په خپل وخت يې ورته مرستې رسولې دي.

نومړي د يادې کمېټې غړو ته لارښوونه وکړه چې په لومړي سر کې د ګوشتې او لعلپورې ولسواليو داخلي بېځايه شوو کورنيو منظمه سروې وکړي او حقيقي متاثره شوې کورنۍ تشخيص کړي او د مرستې لپاره ورته تدابير ونيسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.