ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د چنار کلنۍ مشاعره وشوه

خوست کې د چنار کلنۍ مشاعره وشوه

author avatar
4 May 2016 - 15:34
خوست کې د چنار کلنۍ مشاعره وشوه
author avatar
4 May 2016 - 15:34

خوست ښار (پژواک، ١٥ غويى ٩٥): په خوست کې د چنار کلنۍ دوديزه مشاعره جوړه شوه چې د دغه ولايت پر شاعرانو، اديبانو او ليکوالانو سربېره د هېواد له بېلابېلو ولايتونو ګڼ شمېر شاعرانو او فرهنګيانو هم په کې ګډون کړی و.

د چنار سږنۍ مشاعره چې تېره شپه د خوست د والي په کور کې جوړه شوې وه، پر ځايي چارواکو سربېره په سلګونو مينه والو ګډون کړی و.

د خوست والي حکم خان حبيبي مشاعرې ته په پرانيستونکې وينا کې ليکوالان او شاعران د ټولنې سترګې وبلل او ويې ويل چې د نيمګړتياوو په اصلاح کولو کې هم رول لري.

نوموړي شاعران او ليکوالان هغه څوک وبلل چې د خپل شعر او کلام پر مټ په هېواد کې د شته ناخوالو او بدبختيو مخه نيولی شي او تر ډېره بريده يې په دې برخه کې کار هم کړی دی.

والي حبيبي له شاعرانو او ليکوالانو وغوښتل چې د هېواد د پياوړتيا او پرمختګ لپاره د زړه له تله کار وکړي او دغه راز په ټولو ملي مسايلو کې ځانونه شريک وبولي.

مشاعرې ته د اطلاعاتو او کلتور وزير عبدالباري جهاني هم خپل پيغام رالېږلی و چې په ترڅ کې يې په خوست کې د ادب او فرهنګ په برخو کې شوی پرمختګ ستايلی و.

دغه پيغام چې د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس محمد امين شاه الفت مشاعرې ته ولوست، په کې راغلي وو چې مشاعرې او دې ته ورته نور فعاليتونه د فرهنګ او ژبې په بډاينه کې ډېره مرسته کوي.

د چنار په دې کلنۍ مشاعره کې د شاعرانو زياتره شعرونو اصلاح کوونکې بڼه درلوده او خلکو ته يې په هېواد کې د سولې او ثبات د تامين پيغامونه ورکول.

شاعرانو همدارنګه ځوانان هم خپلو مسووليتونو ته متوجه کړل او ويې ويل چې د هېواد پرمختګ او روښانه راتلونکی د دوی په هلو ځلو او سالمې سيالۍ پورې تړلی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.