پل علم (پژواک، ۱۵ غویی ۹۵): د لوګر امنيه قوماندان وايي چې د پوليسو تشکيل يې کم دى او د تجهيزاتو په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دى.
د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داوود احمدي پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د لوګر د امنيت د ټينګښت لپاره د پوليسو اوسنى تشکيل او تجهيزات بسنه نه کوي.
احمدی وایي: ((د پولیسو تشکیل مو د پخواني پاچا ظاهرشاه د زمانې دى او د کورنیو چارو وزارت په تېرو کلونو کې کوم ډول چې اړتیا او لازمه وه د تشکیل او امکاناتو په برخه کې مرسته نه ده کړې.))
ده وويل که حکومتي چارواکي غواړي په لوګر کې امنيت تامين شي نو د پوليسو تشکيل دې لوړ کړي او تجهيزات دې هم ورکړي.
خو احمدي وويل چې د پوليسو په کم تشکيل او امکاناتو سره يې اوس هم په دغه ولايت کې تر ډېره د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو مخه ډب کړې ده.
هغه زياتوي: ((زموږ پولیس په ملي روحیه او لوړ مورال په کمو امکاناتو سره بیا هم پر دې توانېدلي چې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې په مېړانه جګړه وکړي او د خپل ولس د سرو مال او ننګ او ناموس ساتنه وکړي.))
قوماندان وويل چې اړوندې ستونزې يې د کورنيو چارو وزارت او له نورو حکومتي مشرانو سره شريکې کړي او د حل په برخه کې ژمنې ورسره شوې دي.
احمدي دا هم وويل چې د لوګر د څرخ، خروار، ازرې او بره کي برک ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې وسله وال مخالفين فعاليت کوي او ځيني سيمې يې هم په ولکه کې دي.
دغه راز د لوګر د والي وياند سليم صالح هم وويل چې په دغه ولايت کې د پوليسو تشکيل او امکانات کافي نه دي.
خو ده وويل چې د لوګر والي دغه ستونزې د کابينې په غونډه کې مطرح کړي او د حل لپاره به يې ډېر ژر اقدام وشي.
د لوګر د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال په لوګر ولايت د ١٢سوو په شاوخوا کې ملي پوليس او د ٨ سوو په شاوخوا کې سيمه ييز پوليس د امنيت په ټينګښت او قانون په پلي کولو بوخت دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن