ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه د “ټوټاپ” پروژې د لېږد مسیر څرنګوالى څېړي

ولسي جرګه د “ټوټاپ” پروژې د لېږد مسیر څرنګوالى څېړي

author avatar
4 May 2016 - 17:11
ولسي جرګه د “ټوټاپ” پروژې د لېږد مسیر څرنګوالى څېړي
author avatar
4 May 2016 - 17:11

کابل (پژواک، ١٥ غويى ٩٥): ولسي جرګې د ټوټاپ برېښنا پروژې د ٥٠٠ کيلو واټه برېښنا د لېږد مسير د څېړنې په موخه يو پلاوى  وټاکه او اعلان يې وکړه چې جرګه به په دې برخه کې د پلاوي د څېړنې پر بنسټ تصميم ونيسي.

ټوټاپ له ترکمنستان نه ازبکستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان ته د برېښنا د لېږد پروژه ده.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت په داسې حال کې چې له بغلان ولايت نه د سالنګ له لارې کابل ته ددغه برېښنا د لېږد طرحې پر پلي کېدو ټينګار کوي، خو ځينې نور معترضين غواړي چې دا پروژه دې د سالنګ پر ځاى د باميانو له لارې پلې شي.

خو په ولسي جرګه کې د دايکنډي د خلکو استايز اسدالله سعادتي د جرګې په ننۍ ناسته کې پر ياد شوي وزارت نيوکه وکړه او وويل: ((که چېرته دا برېښنا افغانستان ته له هر مسير راځي، د اوبو او برېښنا وزارت په خپل دې کار سره د هېواد د برېښنا ماسټر پلان ګډوډوي، د افغانستان يوه برخه يې حذب کړې... د زورواکۍاو بې عدالتۍ له کلتور سره مبارزه کوو، مرګ په هغو کسانو چې ملي نفاق ته لمن وهي.))

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي مولوي عبدالرحمان رحماني، توتاپ پروژې ته په پام سره وويل ((د نفاق خبرې دې نه کېږي، هسې نه چې نفاق مو د دښمن ژرندې ته اوبه ورکړي، مشران، سياستوال او پارلمان دې سره کېني او دا ستونزه چې په هره بڼه  زموږ ملي يووالى او ملي ګتي ساتل کېږي، وساتي.))

په ولسي جرګه کې د غزني استازي عارف رحماني وويل: ((د ټوټاپ پروژه سياسي نه کړئ، پروژه دې  هغو اسنادو ته په پام چې په اوبو او برېښنا وزارت او برېښنا شرکت کې دي او هغه ماسټر پلان سره سم چې د الماني فيشنر کمپنۍ له خوا ترتيب شوي، پلې شي.))

هغه زياته کړه چې تخصصي پلاوى دې وټاکل شي، د دواړو لورو ګټې او زيانونه دې وڅېړي او وروسته دې د هېواد لوړو ګټو ته په پام سره تصميم ونيسي.

خو هغه وويل: "هر مسير چې ټاکل کېږي، ملي نفاق ته دې لمن نه وهل کېږي، نور نو خلک زور واکي نه مني، د عدالت تامين د خلکو  ژغورنې يواځېنۍ لاره ده.))

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل چې د جرګې د يو شمېر غړو او خلکو د اندېښنو په سبب د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو ځانګړى کميسيون ګومارل شوى، څو د اړوندو مراجعو سره په اړيکه کې د يادې پروژې جزييات وڅېړي او خپله پايله عمومي ناستې ته وړاندې کړي، څو ولسي جرګه يې پر بنسټ تصميم ونيسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.