کندهار (پژواک، ١٥ غويى ٩٥): وسله والو موټرسايکل سپرو د کندهار ښار په منځ کې پر يوې ښځينه پوليسې ډزې کړې او هغه يې وژلې ده.
پېښه نن غرمه شاوخوا دوولس نیمې بجې د کندهار ښار اړوند په لومړۍ ناحيه کې ظاهر شاهي لېسې ته څېرمه رامنځته شوې ده.
يوې امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، وژل شوې ښځينه پوليسه نسرين نومېږي او په ارغنداب ولسوالۍ کې يې دنده لرله.
سرچينه زياتوي، ياده پوليسه نن غرمه هغه مهال د وسله والو موټرسايکل سپرو له خوا په نښه او ووژل شوه چې خپل کور ته پلې روانه وه.
د سرچينې په خبره، وسله وال تر بريد وروسته تښتېدلي دي.
په دې اړه د کندهار امنيتي چارواکي معلومات نه ورکوي، بلخوا د دې پېښې مسووليت هم چا نه دى منلى.
دغه پېښه د کندهار ښار په منځ کې د ګڼې ګوڼې په داسې سيمه کې شوې چې شاوخوا ورته د پوليسو چيک پواينټونه هم شته.
د دې سيمې يوه اوسېدونکي عبدالسلام پژواک خبري اژانس ته وويل، په خپل کور کې و چې د ډزو غږ يې واورېد.
د ده په خبره، کله چې له کوره ور ووت نو ويې ليدل چې يوه مېرمن په ډزو ويشتل شوې او پر سړک پرته ده.
دا له تېرو څو اوونيو راهيسې دويمه پېښه ده چې ښځينه پوليسه د هدفي وژنې ښکار کېږي.
څه موده وړاندې د فوزيې په نوم يوه ښځينه پوليسه چې د کندهار د امنيې قومندانۍ اړوند د پاسپورټ په مديريت کې يې دنده لرله په ورته توګه په نښه او وژل شوې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن