ترينکوټ(پژواک،١٦غويى٩٥): د اروزګان ولايت په عدليي او قضايي ارګانونو کې د ادارې فساد کچه لوړه شوې ده چې بايد مخه يې ونيول شي.
دغه څرګندونې د غويي په ١٦مه د هغې غونډې په ترڅ کې وشوې چې د اروزګان يو شمير ديني عالمانو، قومي مشرانو او دولتي چارواکو په کې ګډون درلود.
په دې غونډه کې د اروزګان د حج او اوقافو رییس مولوي حمدالله وويل چې ددې ولايت په عدلي او قضايي ارګانونو کې د اداري فساد کچه ډيره لوړه شوې چې بايد مخه يې ونيول شي.
هغه د بېلګې په توګه وويل: (( عدلي او قضایي ادارو هغه مجرم د پیسو په بدل کې خوشې کړ چې زما د وژنې هڅه يې کړې وه.))
دغه دیني عالم وایي دې ته ورته لسګونه نور طالب جنګیالي او قاچاق وړونکي دپیسو په بدل کې خوشې کیږی اوبیاځلې خپل فعالیتونه ترسره کوي .
په دې غونډه کې قومي مشر عبدالباقي وويل چې په عدلي او قضایي ادارو کې هره ورځ لسګونه دوسیې د پیسو په بدل کې فیصله کیږي او دولت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی دى .
نوموړى وایي مجرمین په سزا نه رسول په دې ولایت کې د پېښو کچه لوړه کړې او هغه لسګونه طالبان او ځانمرګي چې د بریدونو پرمهال د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي، بېرته خوشې شوي دي.
خو د اروزګان ولایت د محاکمو رییس مولوي محمدجان بیا پژواک ته وويل چې هیچاته به اجازه ورنه کړل شي ترڅو رشوت واخلي او که چیرې کوم قاضي د رشوت اخیستلو پرمهال ونیول شي نو پروړاندې به یې قانوني چلند وشي.
دغه چارواکى وایي دوى نه یواځې په دې ولایت کې د فساد پروړاندې مبارزه کوي بلکې هرهغه عمل چې دقانون خلاف وي دوى ته د زغملو نه دى.
د اروزګان والي محمد نذیر خروټى هم په دې ولایت کې د فساد پرمخنیوي ټینګار کوي او په دې برخه کې د دیني عالمانو او عامو اوسېدونکو همکاري غواړي.
والي وایي د فساد مخینوى یې له لومړیتوبونو څخه دى او په دې برخه کې یې کوټلي ګامونه هم اخیستي دي.
خروټى وایي ژمن دى هغه کسان چې د رشوت اخیستنې پرمهال نیول کیږي د قانون منګولو ته یې وسپاري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن