ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښرنې ملکي روغتون د داخلې څانګې ودانۍ جوړه شوه

د ښرنې ملکي روغتون د داخلې څانګې ودانۍ جوړه شوه

author avatar
5 May 2016 - 16:28
د ښرنې ملکي روغتون د داخلې څانګې ودانۍ جوړه شوه
author avatar
5 May 2016 - 16:28

ښرنه (پژواک، ١٦غويى ٩٥): د لومړي ځل لپاره د پکتيکا په مرکزي روغتون کې د داخلې څانګې لپاره ودانۍ جوړه شوه.

د دې ودانې د پرانيستې په غونډه کې د پکتيکا والي امين الله شارق وويل، تر دې وړاندې په ښرنه کې مرکزي روغتون د داخلې څانګې ودانۍ نه درلوده او ډاکټران يې د بستر په خونو کې اوسېدل.

ده زياته کړه، دغه ودانۍ د کليو او پراختيا وزارت له لوري د شپږو مياشتو په موده کې جوړه شوې او پنځه نيم ميليونه افغانۍ لګښت پرې شوى دى.

دغه راز د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولي وويل چې د دې څانګې په جوړېدو سره به د ناروغانو درملنه نوره هم چټکه شي.

دى وايي: ((په روغتون کې ګڼه ګوڼه ډېره ده، د داخلې څانګې لپاره مو ودانۍ نه درلوده، خو اوس به په دې برخو کې نورې ستونزې نه وي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، هره ورځ دې روغتون ته له مرکز ښرنې او ولسواليو څخه د شپږسوو په شاوخوا کې ناروغان د درملنې لپاره مراجعه کوي.

دغه راز د يادې څانګې پر جوړېدو د پکتيکا د روغتيايي شورا مشر سيدالله خوښي څرګنده کړه او له حکومتي مشرانو غوښتنه وکړه، چې په دې ولايت يو پوځي روغتون هم  جوړ کړي.

په دې غونډه کې د پکتيکا د ولايتي شورا مشر بختي ګل همت ځدراڼ وويل، پکتيکا يو سرحدي ولايت دى او ډېر کار ته اړتيا لري؛ د روغتيا ترڅنګ بايد پوهنې او نورو برخو ته يې هم بايد کار وشي.

د يادونې وړ ده چې دا مهال په پکتيکا کې د ښځينه ډاکټرانو ترڅنګ د سترګو، زړه او اعصابو ډاکټران نشته دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.