ښرنه (پژواک، ١٦غويى ٩٥): د لومړي ځل لپاره د پکتيکا په مرکزي روغتون کې د داخلې څانګې لپاره ودانۍ جوړه شوه.
د دې ودانې د پرانيستې په غونډه کې د پکتيکا والي امين الله شارق وويل، تر دې وړاندې په ښرنه کې مرکزي روغتون د داخلې څانګې ودانۍ نه درلوده او ډاکټران يې د بستر په خونو کې اوسېدل.
ده زياته کړه، دغه ودانۍ د کليو او پراختيا وزارت له لوري د شپږو مياشتو په موده کې جوړه شوې او پنځه نيم ميليونه افغانۍ لګښت پرې شوى دى.
دغه راز د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولي وويل چې د دې څانګې په جوړېدو سره به د ناروغانو درملنه نوره هم چټکه شي.
دى وايي: ((په روغتون کې ګڼه ګوڼه ډېره ده، د داخلې څانګې لپاره مو ودانۍ نه درلوده، خو اوس به په دې برخو کې نورې ستونزې نه وي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، هره ورځ دې روغتون ته له مرکز ښرنې او ولسواليو څخه د شپږسوو په شاوخوا کې ناروغان د درملنې لپاره مراجعه کوي.
دغه راز د يادې څانګې پر جوړېدو د پکتيکا د روغتيايي شورا مشر سيدالله خوښي څرګنده کړه او له حکومتي مشرانو غوښتنه وکړه، چې په دې ولايت يو پوځي روغتون هم جوړ کړي.
په دې غونډه کې د پکتيکا د ولايتي شورا مشر بختي ګل همت ځدراڼ وويل، پکتيکا يو سرحدي ولايت دى او ډېر کار ته اړتيا لري؛ د روغتيا ترڅنګ بايد پوهنې او نورو برخو ته يې هم بايد کار وشي.
د يادونې وړ ده چې دا مهال په پکتيکا کې د ښځينه ډاکټرانو ترڅنګ د سترګو، زړه او اعصابو ډاکټران نشته دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن