چاريکار(پژواک، ١٦ غويى ٩٥):سيمه ييز چارواکي وايي، په پروان او کاپيسا ولايتونو کې ١٩٠ تنه چې د هېواد شمالي ولايتونو ته روان وو، له وسله والو مخالفينو سره د اړيکو په شک نيول شوي دي.
د پروان ولايت د ملي امنيت رياست يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ ١٥٠ تنه چې په دوو ٣٠٣ ډوله موټرو کې د هېواد شمالي ولايتونو ته روان وو، د ملي امنيت موظفينو له خوا د پروان د سالنګ ولسوالۍ په هفته نور سيمه کې ونيول شول .
د سرچينې د څرګندونو له مخې، دغه کسان ځکه ونيول شول، چې د راپورونو له مخې د وسله والو طالبانو د ملاتړ لپاره د هېواد شمال ته روان وو.
سرچينه زياتوي چې دغو کسانو ځانونه د کندهار، هلمند، زابل او نيمروز ولايتونو اوسېدونکي معرفي کړي او ويلي يې دي چې شمال ته د کار لپاره تلل.
هغه وايي، چې له يادو کسانو څېړنې روانې دي.
دغه راز د کاپيسا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم فايق پژواک ته وويل چې پوليسو د کاپيسا ولايت د حصۀ اول ولسوالۍ د ګلبهار په سيمه کې يې هم نن سهار ٤٠ تنه ونيول .
دى وايي، د راپورونو له مخې پر دې کسانو شک و چې شمال ته د تخريبي کړنو لپاره روان دي.
هغه وويل، چې دغه کسان له ننګرهار څخه د هېواد شمال ته په هينو ډوله موټر کې روان وو.
د ده په وينا، ياد ٤٠ تنه په هينو موټر کې چې بار يې هم درلود، داسې ځاى پر ځاى شوي وو، چې ښکاره نه شي.
فايق وايي، دغه کسان د څېړنو لپاره ملي امنيت ته سپارل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن