ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په میدان وردګو کې یو طالب قوماندان نیول شوی

په میدان وردګو کې یو طالب قوماندان نیول شوی

author avatar
6 May 2016 - 13:55
په میدان وردګو کې یو طالب قوماندان نیول شوی
author avatar
6 May 2016 - 13:55

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۹۵): د ملي امنیت لوی ریاست ويلي چې په میدان وردګو ولایت کې د دې ادارې د منسوبینو په ځانګړو عملیاتو کې یو طالب قوماندان نیول شوی دی.

د ملي امنیت د ریاست له خوا د غويي به ۱۷مه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالب قوماندان قاري یوسف د میدان وردګو د سیداباد ولسوالۍ په شیخ اباد سیمه کې نیول شوی دی.

ملي امنیت د یاد قوماندان د نیولو کره نېټه نه ده ذکر کړې خو ویلي یې دي چې قاري یوسف په بېلابېلو ترهګریزو کړنو او د کابل- کندهار د لويې لارې پر سر د ماینونو په اېښودلو کې فعاله ونده درلوده او د امنیتي ځواکونو پر اکمالاتي کاروانونو پر بريدونو تورن دی.

په خبرپانه کې راغلي چې له دغه قوماندان څځه یو ۸۲ ملي متري توپ، یوه دهشکه، یو کلاشینکوف او مهمات یې او یوه مخابره هم نیول شوي دي.

طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

پر طالبانو د هر اړخیزو بريدونو په اړه د ولسمشر د لس ورځې مخکې له سپارښتنې وروسته د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ډېروالی راغلی دی.

ولسمشر غني د هېواد د یو شمېر ولایتونو له امنیتي چارواکو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي وو څو پر ترهګرو د هغو د فعالیت ساحه تنګه کړي او د هغوی په زړونو کې د وېرې او ترهې په اچولو سره د ځمکني او هوايي عملیاتو له لارې د وسله والو پټنځایونه په نښه او ویجاړ کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.