کندهار (پژواک، ۱۷ غویی ۱۳۹۵): په کندهار کې انارګل دوديزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه چې د بېلابېلو ولايتونو سلګونو شاعرانو، فرهنګوالو او د ادب مينه والو په کې ګډون کړى و.
مشاعرې ته له کابل څخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني او يو شمېر نور مېلمانه هم راغلي وو.
د انار ګل په نوم دغه دوديزه کلنۍ مشاعره د کندهار ښار په عينو مېنه کې پرون ماښام پیل او نن د سهار تر درېيو بجو يې دوام وکړ.
په دې مشاعره کې ويناوې، شعرونه، ملي ترانې، تمثيلي ټوټې، ورزشي نندارې او موسيقي هم وړاندې شول.
په پيل کې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وينا وکړه او ويې ويل انارګل دوديزه مشاعره د دغه ولايت د اوسېدونکو د فرهنګي، هنري او علمي لېوالتيا څرګندويه ده چې هر کال په خورا برم ترسره کېږي.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي وويل، دغسې مشاعرې او فرهنګي ناستې د ټولنې د وګړو تر منځ فکري اشتراک رامنځته کوي او د معنوي رغونې په برخه کې مهم رول ترسره کوي.
هغه زياته کړه، دغه ډول ګډې ادبي او فرهنګي هڅې کولاى شي د خلکو ذهنونه د سولې، هنر، پوهې، پرمختګ او ملي يووالي په پلوشو روښانه کړي.
ده د دغه راز ادبي هلو ځلو پر تسلسل او دوام ټينګار وکړ او يادونه يې وکړه چې د لسيزو جګړو له امله د هېواد مادي او معنوي ارزښتونو ته اوښتي زيانونه له همدې لارې جبران کېداى شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني وويل، کندهار يو مهال د يوې اکاډمۍ او دايرة المعارف حيثيت درلود او په خپله غېږه کې يې بېلابېلې هستۍ لرلې.
نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې د علم او فرهنګ لار ټينګه کړي او د کندهار پخوانى برم بيا را ژوندى کړي.
جهاني دغه راز لارښوونه وکړه چې ځوانان بايد د انتقاد کولو طريقه زده کړي او په ځان د نيوکې د زغملو وړتيا پيدا کړي؛ ځکه دغه رويه عمومي اخلاق ښه کوي او د هغوى په پوهې کې زياتوالى راولي.
له ويناوو وروسته د مشاعرې برخه پيل شوه چې تر ناوخته د عبدالباري جهاني په ګډون په کې لسګونو شاعرانو خپل شعرونه واورول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن