ترينکوت ، پل علم (پژواک، ١٨ غويى ٩٥): چارواکي وايي چې د اروزګان ولايت په چارچينو ولسوالۍ کې اته پوليس له وسله والو طالبانو سره يوځاى شوي دي.
د چارچينو ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارن رحيم الله د غويي په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغو پوليسو د يادې ولسوالۍ اړونده سيمو کې فعاليت کاوه او له خپلو وسلو سره طالبانو سره يو ځاى شوي دي.
دى وايي چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي. وسله طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه د ويلي.
د يو بل خبر له مخې، په لوګر ولايت کې د ماين د چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل، چې دا چاودنه نن تر غرمې وروسته د محمد اغې ولسوالۍ د مزګين په سيمه کې شوې وه.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د سيمه ييزو پوليسو يو رېنجر موټر هم زيانمن شوى دى.
طالب وياند وايي چې په دې چاودنه کې درې پوليس وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن