ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې يو شمېر پروژې له سره رغول کيږي

خوست کې يو شمېر پروژې له سره رغول کيږي

author avatar
7 May 2016 - 15:42
خوست کې يو شمېر پروژې له سره رغول کيږي
author avatar
7 May 2016 - 15:42

خوست ښار (پژواک، ١٨ غويى ٩٥):د خوست په دريېو ولسواليو کې د ملي پيوستون په چوکاټ کې سلګونه پلې شوې ګټورې پروژې له سره رغيږي.

د دې پروژو شمېر چې ۲۴۶ ته رسېږي، کليوالي سړکونه، د اوبو سربندونه، استنادي ديوالونه او نورې لويې او وړې پروژې شاملې دي، چې د ملي پيوستون د MCG يا د ساتنې او څارنې ملي پروګرام په ترڅ کې ترميمېږي.

د خوست والي حکم خان حبيبي د غويي په ١٨مه، د يادو پروژو د ترميم د چارو د پيل په مراسمو کې وويل، چې په دې سره به د پروژو د ساتنې ترڅنګ شاوخوا ۹ زرګونه بې روزګاره ځوانانو ته په کې د کار زمينه برابره شي.

والي زياته کړه، چې پر دې پروژو ۷۹ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او د ترميم چارې به يې د راتلونکو څلورو مياشتو په موده کې بشپړې شي.

حبيبي وويل: ((دغه پروژې په اسمعيل خېل او مندوزيو، ګربزو او ځاځي ميدان ولسواليو کې ترميميږي. ۹۵۰۰ بې روزګاره ځوانان به ددې پروګرام ترچتر لاندې کار کوي او ترڅنګ به يې له ټولو هغو پروژو چې په تېرو ديارلسو کلونو کې پلې شوې دي څارنه او ساتنه وشي.))

حبيبي وايي ، چې تر اوسه د ملي پيوستون پروګرام خپلې پروژې يواځې په ولسواليو کې پلې کولې، خو په ډېر لنډ وخت کې به دا پروګرام خوست ښار هم تر پوښښ لاندې ونيسي.

هغه زياته کړه: ((انشاالله موږ ډاډ درکوو، چې د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت به دې پروګرام ته دوام ورکوي او انشاالله تاسو به شاهدان وئ، چې په ښارونو کې به هم دغه پروژې پيلېږي.))

په خوست کې د ملي پيوستون پروګرام مسوول انجنير سلطان پژواک اژانس ته وويل، چې د ولسمشرمحمد اشرف غني د فرمان له مخې د ملي پيوستون د پروژو د ترميم پروګرام منظور شوی دی.

هغه زياته کړه: ((اوسمهال په درېيو ولسواليو کې پلی کېږي او موږ نوې بنسټيزې پروژې نه لرو،په راتلونکي کې به نورو سيمو ته هم وغځول شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.