ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د امنيتي ادارو سرپرستان دې ډېر ژر ولسي جرګې ته ور وپېژندل شي”

” د امنيتي ادارو سرپرستان دې ډېر ژر ولسي جرګې ته ور وپېژندل شي”

author avatar
7 May 2016 - 16:04
” د امنيتي ادارو سرپرستان دې ډېر ژر ولسي جرګې ته ور وپېژندل شي”
author avatar
7 May 2016 - 16:04

 کابل(پژواک، ١٨ غويى ٩٥): ولسي جرګې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په امنيتي ادارو کې د سرپرستۍ کلتور د پاى ته رسولو لپاره دې د ملي دفاع وزارت او ملي امنيت لپاره تازه معرفي شوي سرپرستان د باور رايې اخيستلو لپاره جرګې ته ور وپېژني.

دوه ورځې مخکې د ځانګړو فرمانونو پر بنسټ د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز رييس ارکان جنرال عبدالله خان د ملي دفاع وزارت د سرپرست او محمدمعصوم ستانکزى د ولسمشر د سلاکار او ورسره هم مهاله د ملي امنيت د عمومي رياست د سرپرست په توګه معرفي شول.

معصوم ستانکزى د تېر کال په چنګاښ مياشت کې ولسي جرګې ته د ملي دفاع وزارت د سرپرست په توګه ور وپېژندل شو، خو د باور رايه يې تر لاسه نه کړه او له هغه وروسته يې د ياد وزارت سرپرستي کوله.

 د ولسي جرګې نايب عرفان الله عرفان، نن  د ملي شورا په انګړ کې له خبريالانو سره په خبرو کې د امنيتي ادارو د سرپرستانو معرفي کول د سرپرستۍ فرهنګ د پاى ته رسولو په برخه کې مهم ګام ياد کړ او ويې ويل:(( هيله لرم چې دغه سرپرستان به ډېر ژر ور وپېژندل شي، څو د سرپرستۍ فرهنګ پاى ته ورسېږي او امنيتي ادارې خپل کارونه له کوم کمښت او نيمګړتيا پرته مخته يوسي.))

 هغه زياته کړه چې که د تېر په څېر ياد شوي کسان د سرپرستانو په توګه کار وکړي، د خلکو او د ملي شورا د استازو لپاره به د اندېښنې وړ وي.

د نوموړي په خبره، د ولسي جرګې لخوا يادو شوو نوماندانو ته د باور رايې په ورکړې سره به له شک پرته چې امنيتي ځواکونه په ډېر ځواک او له کوم کمښت پرته د وسله والو مخالفينو پر وړاندې مبارزه وکړي.

هغه وويل که ياد کسان ورته معرفي او تحصيلي اسناد يې پړاوونه ووهي، ډېر ژر به اجنډا ته شامل شي.

 په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کورني امنيت مشر ميردادخان نجرابي له حکومت څخه وغوښتل چې د وړتيا پالنې په اړه ورکړي شعارونه عملي کړي.

نوموړي هم له ولسمشر څخه وغوښتل چې ډېر ژر دې امنيتي ادارو ته نومول شوي چارواکي د باور رايې اخيستلو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژني، څو د سرپرستۍ کلتور پاى ته ورسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.