ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ والي : پر غازي اباد ولسوالۍ ډله ييز بريدونه په شاتمبول شوي

د کونړ والي : پر غازي اباد ولسوالۍ ډله ييز بريدونه په شاتمبول شوي

author avatar
7 May 2016 - 11:05
د کونړ والي : پر غازي اباد ولسوالۍ ډله ييز بريدونه په شاتمبول شوي
author avatar
7 May 2016 - 11:05

اسعد اباد (پژواک، ١٨ غويى ٩٥):  د کونړ چارواکي وايي چې پر غازي اباد ولسوالۍ يې د وسله والو مخالفينو ډله ييز بريدونه په شاتمبولي او درنه مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي د غويي په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وخته په شاوخوا څلورو بجو وسله والو طالبانو د غازي اباد پر ولسوالۍ او امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه کړي وو.

هغه زياته کړه، چې وسله وال مخالفين د دولتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخامخ شول او تر څو ساعتو جګړې وروسته دوى په شاوتمبول شول او وتښتېدل.

دى وايي چې وسله وال د ولسوالۍ ودانۍ تر ٢٠ مترۍ پورې رسېدلي وو.

والي وويل  چې په دې جګړه کې ٢٩ وسله وال مخالفين وژل شوي، چې د ١١ جسدونه يې په سيمه کې پاتې دي او نور يې له ځانه سره وړي دي.

د کليمزي په وينا، په دې جګړه کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى او درې نور ژوبل شوي دي.

نوموړي وويل چې اوس ولسوالۍ ته نږدې جګړه نشته، خو په غرنيو سيمو کې خال خال ډزې کېږي ، خو د افغان هوايي ځواک لخوا پرې هم بريدونه کېږي.

والي وايي، چې د غره د ښويېدو له امله د غازي اباد او د ولايت د مرکز ترمنځ لاره بنده شوې، خو دولتي ځواکونو په ولسوالۍ کې کافي امکانات درلودل.

کليمزي زياته کړه چې ډېر ژر به د يادې لارې د خلاصولو لپاره عمليات پيل شي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې دوى دوه پوستې نيولې او ١١ دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه په دې جګړه کې د خپلو دوو وسله والو د وژل کېدو او ټپي کېدو پخلى وکړ. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.