کابل (پژواک، ١٨ غويى ٩٥) : په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر عمر زاخېلوال د پاکستان د پنجاب ايالت وزير اعلى شهباز شريف سره د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان سفارت لخوا د غويي په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زاخېلوال له شهباز شريف سره په دې ليدنه کې په ټول پاکستان او په ځانګړې توګه په پنجاب ايالت کې د پوليسو له لوري د افغان کډوالو پر ځورونې خبرې وشوې.
سرچينې زياته کړې چې دغه راز ددې ليدنې پر مهال د افغان سوداګرو پر ستونزو، د ټرانزيټ پر موضوع او له هندوستان سره په واګه بندر کې د افغان سوداګرو په ستونزو هم خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې زاخېلوال د ولسمشر اشرف غني له لوري د پنجاب وزير اعلى شهباز شريف ته بلنه ورکړه چې په نږدې راتلونکي کې کابل ته سفر وکړي.
سرچينه کاږي، شهباز شريف ژمنه وکړه چې د پنجاب پوليسو ته به بېړنۍ او ښکاره لارښوونه وکړي چې د افغان کډوالو له ځورنې لاس واخلي .
دغه راز شهباز شريف د افغانستان سفير ته ډاډ ورکړ چې د پنجاب حکومت د واک په ساحه کې به د سوداګرۍ او ټرانزيټ پر مخ پراته خنډونه لرې کړي .
په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوريو توافق وکړ چې د داسې موضوعاتو د حل په موخه به په راتلونکي کې منظم مجلسونه کوي.
دغه راز په دې ليدنه کې شهباز شريف د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په نږدې راتلونکي کې به له يوه پلاوي سره کابل ته سفر وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن