هرات ښار(پژواک،١٨غويى ٩٥): هرات کې په دوو بېلابېلو پېښو کې يو ايرانۍ وګړى ترور شو او د يوه قوماندان په ګډون شپږ طالبان وژل شوي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک ته وويل چې تېره ورځ د هرات کوهسان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو يوې ډلې د سرحدي ځواکونو او ملي امنيت منسوبينو پرکاروان بريد وکړ.
نوموړي زياته کړه چې ددې نښتې په پايله کې د طالبانو نامتو قوماندان ملا "الف" له خپلو پنځو کسانو سره وژل شوى او څلور نور يې ټپيان شوي دي.
د فرهاد په وينا، په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او د طالبانو څو نقليه واسطې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
د هرات د والي وياند زياته کړه چې امنيتي ځواکونو د طالبانو ددې ډلې د نيولو لپاره د هرات کوهسان ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي؛ خو خپله انټرنټ پاڼه کې يې ليکلي چې تېره ورځ د هرات کشک کهنه ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې دې نښته کې افغان امنيتي ځواکونو ته زياته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يو بل خبر له مخې، د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي وويل چې تېره ورځ د شاه رخ په نوم يو تن د هرات ترقي پارک په سيمه کې د ناپېژاندو کسانو له لوري ترور شوى.
احمدي زياته کړه چې دا کس ايرانى و چې له تېرو ١٥ کلونو راهيسې يې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پرضد مبارزې مديريت سره همکاري درلوده.
ويل کېږي چې يادو ناپېژاندو کسانو ددې کس د ترور لپاره ډېرې پيسې ټاکلې وې.
هرات کې د ايران کونسلګرۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن