ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لښکرګاه کې ١٤طالبان او درې پوليس وژل شوي

په لښکرګاه کې ١٤طالبان او درې پوليس وژل شوي

author avatar
8 May 2016 - 14:30
په لښکرګاه کې ١٤طالبان او درې پوليس وژل شوي
author avatar
8 May 2016 - 14:30

لښکرګاه(پژواک،١٩غويى٩٥): د هلمند ولايت په مرکز کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې ١٤طالبان او درې پوليس وژل شوي دي.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د غويي په١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د لښکرګاه ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د باباجي په سيمه کې د پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل.

هغه وايي چې په دې بريدونو کې ١٤طالبان او درې پوليس وژل شوي او ٧ پوليس او ٢٢طالبان ټپيان دي.

د هغه د معلوماتو له مخې ، جګړه ١٠ بجې پيل شوې وه او د شپې تر دوو بجو يې دوام وکړ .

سرجنګ وايي چې د لښکرګاه ښار په مربوطاتو کې به ډير ژر د وسله والو طالبانو پر وړاندې چاڼيز عمليات پيل شي.

په لښکرګاه ښار کې د ايمرجنسي روغتون چارواکي وايي چې د تېرې شپې له جګړې څخه دوى ته  ٨ ټپي پوليس ور وړل شوي دي.

د لښکرګاه ښار د مختار سيمې اوسېدونکي بازمحمد پژواک ته وويل چې د لښکرګاه ښار په پنځه  کيلومترۍ کې وسله والو طالبانو پوستې جوړې کړې دي.

دى وايي چې هره شپه د لښکرګاه په ښار کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې وي، چې له امله يې خلک خوب هم نه شي کولى.

ده وويل چې امنيتي چارواکي بايد ډير ژر په دې سيمه کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پوځي عمليات پيل کړي.

وسله وال طالبان هم دغه نښته تاييدوي.

ددې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې تېره شپه لښکرګاه ښار ته  څېرمه د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې ١٥ امنيتي سرتېري او يو طالب وژل شوي او طالبانو دوه پوستې هم نيولې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.