کابل (پژواک، ١٩ غويى ٩٥): ټاکل شوې چې په روانه اونۍ کې د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا لېږدولو پروژه (کاسا ١٠٠٠) په تاجکستان کې پرانيستل شي.
د افغانستان حکومت د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل د غويي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې مراسمو کې د ګډون په موخه اجرائيوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د غويي په ٢٢مه د چهارشنبې په ورځ د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته ځي.
هغه زياته کړه چې په دغه پلاوي کې د بهرنيو چارو، اقتصاد او انرژۍ وزيران، د برېښنا شرکت رييس، د ملي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزارت يو شمېر رييسان شامل دي.
فيصل وايي چې د کاسا ١٠٠٠ پروژې د پرانيستې په مراسمو کې د پاکستان لومړى وزير نوازشريف، د تاجکستان او قرغزستان ولسمشران هم ګډون کوي.
له مرکزي اسيا سوېلي اسيا ته د برېښنا د لېږدولو د دې پروژې (کاسا ١٠٠٠) تړون د ١٣٩٣ لمريز کال د تلې په مياشت کې په واشنګټن کې د افغانستان او پاکستان تر منځ لاسليک شوى و.
د دغه تړون له مخې به له مرکزي اسيا هېوادونو برېښنا د افغانستان له خاورې پاکستان ته ولېږدول شي او د هر کيلوواټ پر سر به افغانستان ته ١،٢٥ سينټه پيسې ورکول کېږي.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو له مخې، د يادې پروژې له مخې له قرغزستان څخه ١٣٠٠ ميګاواټه برېښنا د تاجکستان او افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي.
سرچينې زياته کړې چې د دې پروژې ١٠٠٠ ميګاواټه برېښنا به په پاکستان او ٣٠٠ ميګاواټه په افغانستان کې مصرفېږي.
نړيوال بانک د دې پروژې لپاره د پنځه سوه او شپږ ويشت اعشاريه پنځه ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت يوه برخه د وړيا مرستې او بله يې د بې سوده پور په بڼه تصويب کړې دي.
دغه پروژه د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او قرغزستان هېوادونو تر منځ د ديارلس سوه ميګاواټه برېښنا د دوامداره انتقال لپاره بنسټي، تجارتي اړتياوې او د اړتيا وړ زېربناوې برابروي.
د (کاسا ١٠٠٠) پروژې ټوله بوديجه يو اعشاريه اوه ميليارده ډالره اټکل شوې چې د اسلامي پراختيايي بانک او امريکا د متحدو ايالاتو د نړيوالې پراختيايي ادارې په ګډون د څو نورو پراختيايي بنسټونه ورته د اړتيا وړ مالي امکانات برابروي.
افغانستان به د دې پروژې د ټول لګښت درې سوه او شپاړس اعشاريه پنځه ميليونه ډالره له نړيوالې پراختيايي ادارې څخه د بلاعوضه مرستې په بڼه ترلاسه کړي، پر دې پيسو به د برېښنا پنځه سوه او شپېته کيلومتره هوايي انتقالاتي مزي وغځېږي او د برېښنا شبکه به د افغانستان د شمالي او ختيځو ولايتونو له لارې سره ونښلوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن