ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په کابل کې د کرکټ لوبې کېږي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په کابل کې د کرکټ لوبې کېږي

author avatar
9 May 2016 - 18:54
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په کابل کې د کرکټ لوبې کېږي
author avatar
9 May 2016 - 18:54

کابل (پژواک، ٢٠ غويى ٩٥): ټاکل شوې ده چې راتلونکې اونۍ په کابل کې د افغانستان او پاکستان د کرکټ د دوو لوبډلو ترمنځ يو شمېر سيالۍ ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د غويي په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا لوبې د پاکستان د حبيب بانک او د افغانستان کرکټ بورډ د پرمختيايي لوبـډلې ترمنځ ترسره کېږي.

هغه زياته کړه، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به د کرکټ دوه څلور ورځنۍ او څلور يو ورځنۍ لوبې ترسره شي.

د نوموړي په وينا، لومړى د پاکستان د حبيب بانک لوبـډله  به د راتلونکې شنبې په ورځ د غويي په ٢٦مه، کابل ته راځي .

هوتک وايي، د ا لومړى ځل دى  چې د کرکټ کومه بهرنۍ لوبـډله د لوبو لپاره کابل ته راځي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش وايي: " د لومړي ځل لپاره به افغانستان د يوې بهرنۍ پياوړې لوبډلې کوربه توب کوي ، له دې سره به نه يواځې له کرکټ سره د مينه والو مينه لا زياته شي ، بلکې په هېواد کې به د کرکټ له ودې سره هم زياته مرسته وکړي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.