جلال اباد، محمود راقي (پژواک،۲۱غويی ۹۵): د ننګرهار ، کاپيسا او لغمان په ولايتونو کې د بېلا بېلو نښتو پر مهال شپږو سيمه ييزو پوليسو او پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غويي په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ماښام ناوخته وسله والو طالبانو د الينګار ولسوالۍ د ميدانو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريد وکړ.
هغه زياته کړه: (( په دې نښته کې د فدايي په نوم د يوه طالب ډلمشر په ګډون درې وسله وال او څلور سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.))
د ځواک په وينا، وسله والو طالبانو پر دې پوستو ډله ييز بريد کړی و، چې د سيمه ييزو پوليسو مرستې ته د امنيه قوماندان په ګډون سرتېري ورغلي وو او دوه ساعته يې سره جګړه کړې ده.
د ده په خبره ، په دې نښته کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
اخوا د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال وايي چې تېره شپه د سره رود ولسوالۍ د خيراباد سيمه کې د نښتې پر مهال دوه وسله وال وژل شوي او يوه مېرمن ټپي شوې ده.
مشرقيوال وايي: ((پوليس پر ګزمه بوخت وو چې له وسله والو سره يې نښته رامنځ ته شوه ، دوه طالبان په کې ووژل شول او يوه مېرمن د وسله والو پر ډزو ټپي شوه.))
هغه وايي چې په دې جګړه کې پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د امنيې قوماندانۍ وياند زياتوي، چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې يې د عملياتو پر مهال يو شکمن وسله وال هم نيولی دی.
د يو بل خبر له مخې په کاپيسا ولايت کې دوه پوليس د خپل بل پوليس ملګري لخوا وژل شوي دي.
د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم فايق پژواک اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته په تګاب ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړې چې د يوې پوستې پوليس له وسله والو مخالفينو سره اړيکې لرلې او د هغوى په مرسته يې خپل دوه ملګري وژلي اوبيا وسله والو ته ور تښتېدلى دى.
خو د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکي شاه اغا پژواک اژانس ته وويل چې په دې بريد کې د دوو وروڼو په ګدون درې پوليس وژل شوي دي.
د هغه په وينا، وژل شوي پوليس د تګاب و لسوالۍ د شکوټ سيمې اوسېدونکي وو.
وسله والو طالبانو تراوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن