ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار او کاپيسا کې ٢٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار او کاپيسا کې ٢٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
10 May 2016 - 12:30
کندهار او کاپيسا کې ٢٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
10 May 2016 - 12:30

کندهار- محمودراقي (پژواک، ٢١ غويى ٩٥): چارواکي وايي چې په کندهار کې د نا امنیو په ځینو پېښو کې پوليس، وسله والو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء دراني د غويي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازديګر د ډنډ ولسوالۍ د ابراهيم خليفه بابا په سيمه کې چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه چې پوليسو په ياده سيمه کې ماين موندلی و خو کله چې يې د شنډولو لپاره ساحې ته تلل ، نو په لاره کې پرې بل ماين چاودنه وکړه.

دى وايي چې په دې چاودنه کې يو ملکي وګړى او يو پوليس وژل شوي، پنځه پوليس او يو ملکي وګړى ټپيان شوي دي.

د امنيې قوماندانۍ وياند دغه راز وويل چې په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال يو وسله وال وژل شوى او بل ټپي دى او ١٢ ماينونه شنډ شوي دي.

دراني دغه راز زياته کړه چې په پنجوايي ولسوالۍ کې دوه ماشومان په لويه وياله کې د لامبلو پر مهال ډوب شوي، چې وروسته يې جسدونه د پوليسو له خوا ترلاسه او کورنۍ ته یې وسپارل شول.

د يو بل خبر له مخې، د کاپيسا په اول کوهستان ولسوالۍ کې د دوو کورنيو تر منځ وسله واله نښته شوې ده.

ولسوال عبدالفتاح شفيق پژواک ته وويل چې په دې نښته کې له دواړو لورو د دوو مېرمنو په ګډون ٦ کسان ټپيان يوه درې کلنه نجلۍ وژل شوې ده.

هغه وايي چې سیمې ته د پوليسو په رسېدو وسله وال تښتېدلي دي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.