ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې یو لوی سربند جوړېږي

خوست کې یو لوی سربند جوړېږي

author avatar
11 May 2016 - 15:03
خوست کې یو لوی سربند جوړېږي
author avatar
11 May 2016 - 15:03

خوست ښار (پژواک، ٢٢ غويى ٩٥): په خوست کې د ۲۳ ميليونه افعانيو په ارزښت د يوه سربند بنسټ ډبره کېښودل شوه چې په جوړېدو سره به يې زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه شي.

دغه سربند چې ۸۳ متره اوږدوالی لري، د اسمعيل خېلو او مندوزيو اړوند د علي واټ په سيمه کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مالي لګښت جوړېږي چې چارې به يې په راتلونکي يو کال کې بشپړې شي.

د خوست والي حکم خان حبيبي د غويي په ٢٢مه د ياد سربند د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال وويل چې له دې پروژې څخه به په يو وخت کې ۳۵۰۰ کورنۍ ګټه واخلي او همدارنګه به ۹۷۵۰ جريبه کرنيزه ځمکه هم د يادې پروژې په بشپړېدو سره خړوبه شي.

ده زياته کړه: ((له دې پروژې څخه به په دريو مختلفو مسيرونو درې کانالونو پورته کېږي او اساسي موخه او ارزښت يې دا دی چې په زرګونه جريبه ځمکه به خړوبه شي او په کرنيزو حاصلاتو کې به زياتوالی راشي.))

والي حبيبي ژمنه وکړه چې ولايتي اداره به په خوست کې د اوبو لګولو د کانالونو او سربندونو د جوړېدو په برخه کې جدي ګامونه واخلي او له مرکزي حکومت څخه يې هم غوښتنه وکړه چې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((په خوست کې د بندونو ستونزه زياته ده او زموږ زياتره ځمکې للمي دي، ولايتي اداره ژمنه ده چې په خوست کې د بندونو د جوړېدو په برخه کې خپلې هلې ځلې نورې هم ګړندۍ کړي.))

بلخوا د علي وات سيمې اوسېدونکي هم وايي چې د ياد سربند په جوړېدو سره به يې د اوبو ستونزه تر يوه بريده حل شي.

يوه قومي مشر حاجي مير بادشاه په خپلو خبرو کې وويل چې د اوبو د نه شتون له امله يې ځمکه ډېر کم حاصلات ورکوي، خو د دغه سربند په جوړېدو سره به يې په حاصلاتو کې څو چنده زياتوالی راشي.

دى وايي: ((د خوړ دواړو غاړو ته ديوالونه سېلابونو وړي دي، د سربندونو د نه شتون له امله زموږ ځمکې وچې پاتې دي، له خوړ څخه موږ وړې وړې ويالې تېرې کړې وې، خو اوبو را څخه وړې دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.