ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان د سراج تاریخي کلا د بيارغونې چارې پيل شوې

د لغمان د سراج تاریخي کلا د بيارغونې چارې پيل شوې

author avatar
11 May 2016 - 15:21
د لغمان د سراج تاریخي کلا د بيارغونې چارې پيل شوې
author avatar
11 May 2016 - 15:21

مهترلام  (پژواک، ٢٢ غويى ٩٥): تر څو لسيزو وروسته د لومړي ځل لپاره د لغمان د سراج کلا تاريخي ودانۍ د جوړولو چارې پيل شوې.

د دې  پروژې د کار د پيل په مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مالي، اداري او ګرځندوی مرستيال  زردشت شمس، د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د لغمان د خلکو استازو، ځايي چارواکو، مدني فعالانو او فرهنګيانو برخه اخيستې وه.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د سراج تاریخي کلا د ارزښت او اهميت تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دې پروژې ١٨،٥ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا ورکول کېږي.

د نوموړي په وينا، د دې تاريخي کلا د جوړولو چارې به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې شي.

نعيمي وويل چې د سراج تاريخي کلا د څلورو دېوالونو تر څنګ څلور برجونه او دروازې به په هماغه ډول ورغول شي څنګه چې پخوا وو.

هغه زياته کړه چې دغه ولايت ته تر راتګ وروسته يې د دې کلا رغول په لومړيتوبونو کې او تر ۱۰۷ کلونو وروسته د افغانستان يوه تاريخي شتمني رغول کېږي.

د لغمان والي وايي، جګړې نه يواځې بشري غميزې رامنځته کوي، بلکې د يو ملت مادي او معنوي شتمنۍ هم تباه کوي چې ښه بېلګه يې سراج تاریخي کلا ده چې په تېرو جګړو کې ورته سخت زيان رسېدلى دى.

هغه پر ولسونو غږ وکړ چې خپل تاريخ او ملي شتمنۍ وساتي او د اوسنۍ روانې جګړې په مخنيوي کې له نظام سره همکار شي.

د یادونې ده، دغه کلا په ٣٠ جريبه ځمکه کې په ۱۲۸۸ لمريز کال کې د اميرحبيب الله خان د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې وه چې د عصر په ټولو سينګارونو مزينه وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.