ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان د پخواني لومړي وزير زوى په کابل کې د پاکستان سفارت ته وسپارل شو

د پاکستان د پخواني لومړي وزير زوى په کابل کې د پاکستان سفارت ته وسپارل شو

author avatar
11 May 2016 - 16:47
د پاکستان د پخواني لومړي وزير زوى په کابل کې د پاکستان سفارت ته وسپارل شو
author avatar
11 May 2016 - 16:47

کابل (پژواک، ٢٢ غويى ٩٥): د پاکستان د پخواني لومړي وزير زوى په پکتيکا ولايت کې د القاعدې اړوند تښتوونکو له بنده خوشې شوى او په کابل کې د پاکستان سفارت ته وسپارل شو.

تېره ورځ افغان حکومتي چارواکو اعلان وکړ چې دغه عمليات په ګډه د افغان او امريکايي ځواکونو له لوري د هېواد په سوېل کې د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

د ملي دفاع وزارت لوى درستيز جنرال قدم شاه شهيم نن په کابل کې د دفاع وزارت په مقر کې په دې اړه نیول شوو مراسمو ته وويل: ((له نېکه مرغه چې د پاکستان د پخواني لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني زوى علي حيدر ګيلاني دوې شپې وړاندې د افغان ځانګړو قطعاتو او بهرنيو ځواکونو له خوا د القاعدې د يو شمېر غړو په وژلو سره په خوندي ډول راخوشی شو.))

جنرال شهيم زياته کړه چې ګيلاني نن په رسمي ډول د افغانستان بهرنيو چارو وزارت او له دې لارې د پاکستان سفارت ته وسپارل شو.

د بهرنيو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال نصير احمد اندېشه وويل: ((د هېوادونو مسووليت دى چې د امنيتي مسايلو په ځانګړي ډول د ترهګرو پر وړاندې اقدام وکړي او له نېکه مرغه چې ګيلاني ازاد شو او دا کار د دواړو هېوادونو د همکارۍ او اړيکو له لارې شوى دى.))

د پاکستان سفير سيد ابرار حسين وويل: ((موږ د بهرنيو چارو وزارت، افغان امنيتي او بهرنيو ځواکونو چې ځان يې خطر ته ورکړ او علي حيدر ګيلاني يې ازاد کړ، مننه کوو.))

علی حیدر ګيلاني هم له افغان او بهرنيو ځواکونو مننه وکړه چې د ده په خوشي کېدو کې يې ونډه واخيسته او ويې ويل چې د پاکستان له امنيتي ځواکونو هم مننه کوي چې د ده د ازادۍ لپاره يې عمليات وکړل او ترهګر اړ شول چې هغه افغانستان ته ولېږدوي.

هغه وويل: ((هيله ده چې ډېر ژر له خپلې کورنۍ سره يو ځاى شم او خپل عادي ژوند مخې ته يوسم.))

د پاکستان پخوانى لومړى وزير يوسف رضا ګيلاني د ١٣٩٢ لمريز کال په غويي مياشت کې اعلان وکړ چې ناپېژاندو وسله والو د ده کوچنى زوى علي حيدر د پاکستان ملتان ښار کې له يوې ټاکنيزې غونډې تښتولى دى.

نوموړى د خلکو ګوند له خوا د پنجاب ايالت جرګې ته نوماند و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.