ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د پوهنې پخوانى رييس پر درې کاله بند محکوم شو

د کندهار د پوهنې پخوانى رييس پر درې کاله بند محکوم شو

author avatar
11 May 2016 - 11:48
د کندهار د پوهنې پخوانى رييس پر درې کاله بند محکوم شو
author avatar
11 May 2016 - 11:48

کندهار (پژواک، ٢٢ غويى ٩٥): له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړې محکمې د کندهار د پوهنې پخوانى رييس او د دغه رياست د انجنيري څانګې مدير د فساد په جرم پر درې درې کاله بند محکوم شول.

پر يادو کسانو تور و چې د ښوونځيو د جوړولو او ترميم په چارو کې يې فساد کړى و.

په کندهار کې له اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړې محکمې رييس قضاوتمن ظفر غورځنګ د غويي په ٢٢مه، له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل د اداري فساد دغه قضيه موده مخکې محکمې ته راجع شوې وه چې څلور کسان په کې ښکېل پېژندل شوي وو.

هغه زياته کړه په تورنو کسانو کې د کندهار د پوهنې پخوانى رييس عزيز احمد خالد او د دغه رياست د انجنيري څانګې اوسنى مدير انجنير عبدالرحمن او د نظارت د څانګې دوه انجنيران محمد ابراهيم او مطيع الله شامل وو.

دى وايي، دغه دوسيه د محکمې له خوا وڅېړل شوه، د موظف څارنوال له خوا صورت دعوا وړاندې شوه، دغه راز د تورنو کسانو وکيلانو له دوى دفاع وکړه او په خپله دوى ته هم د خپلې دفاع حق ورکړاى شو.

غورځنګ زياتوي، محکمې ته هغه اسناد او شواهد وړاندې شول چې ثابتوله يې د پوهنې رييس او د انجنيري څانګې مدير د ښوونځيو د ترميم او جوړولو په قراراددونو کې ١ ميليون ١٩ زره او ٥ سوه افغانۍ غدر کړى دى.

د ده په وينا، د پوهنې رياست يادو شوو مسوولينو د ګمرکي اصولو پر بنسټ پيسې نه وې لګولي او ياده شوې اندازه پيسې يې د خپلو ځانونو لپاره اخيستې وې.

هغه وويل، په همدې بنسټ د شواهدو او اسنادو په رڼا کې د پوهنې پخوانى رييس عزيز احمد خالد او د انجنيري د څانګې اوسنى مدير انجنير عبدالرحمن په درې درې کاله تنفيذي بند محکوم شول او پاتې دوه کسان د کافي اسنادو د نشتوالي له مخې برى الذمه وپېژندل شول.

له فساد سره د مبارزې د ځانګړې محکمې رييس وايي چې تر دې مهاله هغوى ته د يادې شوې قضيې په ګډون دوه دوسيې سپارل شوې چې يوه يې د ګمرک د رييس د دخولي او سرحدي دروازو د مسوولينو په اړه ده.

دى وايي، د فساد اړوند دغه دوسيه تر څېړنې لاندې ده او کېداى شي نوره هم پراخه او ډېر کسان په کې مجرم وپېژندل شي چې تر بشپړېدو وروسته به محکمه خپله پرېکړه وکړي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته ومنله چې د ولايت مقام له خوا د يو شمېر ادارو د مسوولين او کارکوونکي د فساد په تور څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي، چې په دې لړ کې د پوهنې رياست چارواکي هم شامل وو.

د ده په خبره، دغه ګام د فساد د مخنيوي او په ادارو کې د اصلاحاتو راوستو په خاطر اخيستل شوى او دغه لړۍ به روانه وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.