ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنځه کسان د انسان تښتوونکو له بنده خوشې شول

پنځه کسان د انسان تښتوونکو له بنده خوشې شول

author avatar
11 May 2016 - 16:23
پنځه کسان د انسان تښتوونکو له بنده خوشې شول
author avatar
11 May 2016 - 16:23

فراه (پژواک، ۲۲غويی ۹۵): هغه پنځه کسان چې پنځه ورځې وړاندې د فراه په پشت کوه ولسوالۍ تښتول شوي وو، بېرته خوشې کړی شول.

د پشت کوه ولسوال عزت الله عزت د غويي په ٢٢مه پژواک خبری اژانس ته وويل چې پنځه ورځې وړاندې پنځه تنه د پشت کوه ولسوالي د کلاته اخندا په سيمه کې د انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوي وو.

هغه زياته کړه چې تښتول شوي ټول د بالابلوک ولسوالۍ اوسېدونکي دي چې د ايران پر سرحد د ميل ۷۸ سوداګريز بندر کې د سوداګرو کارکوونکي وو.

ده وويل: "سړي تښوونکي د تښتول شوو کسانو له کورنيو څخه د پيسو غوښتنه کړې وه، خو ورته پيسې نه دې ورکړل شوې."

عزت زياتوي، دغه کسان د پشت کوه ولسوالۍ د پراختيايي شورا او قومي مشرانو په منځګړتوب تېر ماښام د همدې ولسوالۍ د اور انجيران په غرونو کې پيدا او خوشې کړی شول.

هغه وايي چې انسان تښتونکي له سيمي تښتېدلي چې ځيني وسله وال طالبان هم په کط شته.

خو د پشت کوه ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکی منصور بيا وايي چې ياد کسان د طالبانو په مرسته خوشي شوي دي.

منصور وايي  چې وسله والو طالبانو اته انسان تښتوونکي هم نيولي چې په اړه به يې د طالبانو کمېسيون پرېکړه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.