ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دوو ترافيکي پېښو کې درې کسان مړه شول

په دوو ترافيکي پېښو کې درې کسان مړه شول

author avatar
11 May 2016 - 14:55
په دوو ترافيکي پېښو کې درې کسان مړه شول
author avatar
11 May 2016 - 14:55

چاريکار (پژواک، ٢٢ غويى ٩٥): په پنجشېر او کاپيسا ولايتونو کې د دوو ترافيکي پېښو له امله درېيو کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

د پنجشېر د ترافيکو مديريت چارواکي وايي چې دا پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه چې يو کرولا موټر د دغه ولايت د مرکز بازارک په کرباشي سيمه کې له خپل مسير څخه ووت.

 سرچينې زياته کړه چې ياد موټر له غره سره جنګېدلى او په پايله کې يې دوه سپرلي وژل شوي دي.

د پنجشېر د ترافيکو مدير احمدشاه وحيد د دې پېښې لامل د موټرچلوونکي  بې احتياطي وبلله.

په ياده پېښه کې دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې د روان کال له پيل راهيسې تر اوسه په دغه ولايت کې دوو نورو ترافيکي پېښو کې درې کسان مړه شوي او درې نور ټپيان وو.

له بل لوري د کاپيسا سيمه ييزو مسوولينو په دغه ولايت کې د ترافيکي پېښې له امله د يو ٥٠ کلن سړي د وژلو خبر ورکړ.

د کاپيسا د لومړۍ حصې ولسوال عبدالفتاح شفيق  پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن نږدې غرمه مهال د کاپيسا  مرکز محمودراقي  د حصۀ اول ولسوالۍ په سړک رامنځته شوې ده.

شفيق زياته کړه، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د دې ولسوالۍ يو اوسېدونکى له سړک څخه د تېرېدو په مهال  پر ډبرو بار يو موټر سره ټکر وکړ او ځاى پر ځاى مړ شو.

د سرچينې په وينا، موټر چلوونکى د پوليسو په لاس کې دى او څېړنې ترې پيل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.