ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شمال ته د سالنګ لاره تړل شوې

شمال ته د سالنګ لاره تړل شوې

author avatar
12 May 2016 - 09:27
شمال ته د سالنګ لاره تړل شوې
author avatar
12 May 2016 - 09:27

چاريکار (پژواک، ٢٣ غويى ٩٥): د سختو سېلابونو له امله د کابل- شمال لويه لار په سالنګ کې تړل شوې ده.

د سالنګونو د څارنې او ساتنې ادارې مسوول جنرال عبدالرجب د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر سختو بارانونو وروسته تېره شپه لس بجې په شمالي سالنګ کې سېلابونه راغلي دي.

هغه زياته کړه چې د دغو سېلابونو له امله د شمالي سالنګ له پل ملخان څخه تر چوخک سيمې پنځه کيلومتره سړک ځا‌ى ځاى تخريب شوى دى.

جنرال رجب وايي چې د کابل- شمال لويه لاره د تېرې شپې له لسو بجو راهيسې بنده ده او دوى يې د خلاصولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.

نوموړي زياته کړه چې د بغلان ولايت د بغلان مرکزي ولسوالۍ او د پروان د جبل السراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې سلګونه موټر او زرګونه سپرلي بند پاتې دي.

ده هيله څرګنده کړه چې تر نن ماښامه پورې به لاره پرانيستل شي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.