ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فيفا: حکومت د ټاکنو ترسره کولو اراده نه لري

فيفا: حکومت د ټاکنو ترسره کولو اراده نه لري

author avatar
12 May 2016 - 20:09
فيفا: حکومت د ټاکنو ترسره کولو اراده نه لري
author avatar
12 May 2016 - 20:09

کابل (پژواک ٢٣ غويى ٩٥): د فيفا بنسټ د دې خبرې په څرګندولو سره چې حکومت په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو رامنځته کولو او د ټاکنو ترسره کولو اراده نه لري، له ملي شورا غوښتنه وکړه چې له سياسي او ډله ييز چلند پرته د ټاکنيز نظام د سمون په اړه د ولسمشر نوى فرمان تصويب او په هېواد کې روانې بې ثباتۍ ته د پاى ټکې کېږدي.

د ټاکنيزو کميسيونونو د دندو، واکونو او تشکيل په اړه د ولسمشر نوى تقنيني فرمان، د څېړنې او د ولسي جرګې له لوري د تصويب په موخه د غويي مياشتې په ٤مه نېټه يادې جرګې ته لېږل شوى دى. په دې اړه د ولسمشر پخوانى فرمان چې ټاکل شوې وه چې په پايله کې يې د ټاکنيزو شکايتونو او ټاکنو خپلواک کميسيون د تشکيل او واکونو په قانون او د ټاکنو په قانون کې تعديل رامنځته شي، د تېر کال د ليندۍ مياشتې په ٣٠ مه نېټه د ولسي جرګې له لوري رد شو.

د افغانستان د عادلانه او ازادو ټاکنو بنسټ (فيفا) د پروګرامونو مسوول محمد نعيم اصغري، نن په کابل کې په خبري ناسته کې وويل، حکومت پر دې سربېره چې د ټاکنو ترسره کولو لپاره سياسي اراده نه لري، په يو نه يو ډول هڅه کوي، څو ټاکنې نورې هم وځنډول شي.

هغه زياته کړه: "که چېرې په ټاکنيز نظام کې اصلاحات رامنځته نه شي، نو د روان کال د تلې په مياشت کې ټاکنې نه شو ترسره کولى، که چېرې ترسره هم شي، څرګنده ده چې د ١٣٩٣ کال له ټاکنو څخه به خرابې وي."

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د ولسي جرګې استازي هم په خپلو سياسي، سليقه يي او ډله ييز چلند سره په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو رامنځته کولو د ځنډ لامل شوي، وويل: "که چېرې پارلمان کومه ملاحظه لري، نو خپل ملاحظات دې وړاندې کولى شي، له هغه پرته دې نوى فرمان د پخواني په څېر د شخصي او سياسي سليقې له مخې نه رد کوي."

نوموړي په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو رامنځته کول يو اړين کار وباله او ويې ويل، په ټاکنيز نظام کې بايد اصلاحات رامنځته شي، څو پر بنسټ يې ازادې، رڼې، عادلانه او ټولو خلکو ته د منلو وړ ټاکنې تر سره شي.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې په ټاکنيز نظام کې له اصلاحاتو پرته به د ولسواکۍ نظام رامنځته نه شي، وويل چې په ټاکنيز نظام کې اصلاح د ملي يووالي حکومت د مشرانو له ژمنو څخه وه، خو دغه ژمنه له بده مرغه تر اوسه پورې نه ده عملي شوې.

د هغه په وينا، د ١٣٩٣ لمريز کال په ټاکنو کې د خلکو رايو ته درناوى ونه شو، د خلکو د رايو په پام کې د نيولو پر ځاى، حکومت د سياسي هوکړه ليک پر بنسټ رامنځته شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.