مهترلام (پژواک، ٢٣ غويى ٩٥): چارواکي وايي چې په لغمان ولايت کې د سلګونو ميليونو افغانيو په لګښت لسګونه پروژې تر کار لاندې دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې والي دغه څرګندونې نن د ولايت په سکتوري غونډه کې وکړې.
د لغمان ولايت د اقتصاد رييس انجنير محمداغا مبارز يادې غوندې ته وويل چې د ۱۳۹۵ کال په لومړيو دوو مياشتو کې په دغه ولایت کې د بېلابېلو سکتورونو په چوکاټ کې د ۱۳۷ ميليونه افغانيو په ارزښت پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې او د ۷۹۰ ميليونه افغانيو په ارزښت نورې پروژې تر کار لاندې دي.
هغه زياته کړه چې په دې پروژو کې د سراج د تاريخي کلا د رغولو تر څنګ په مرکز او ولسواليو کې سربندونه، استنادي دېوالونه، کوچني او لوی کانالونه، سړکونه، روغتيايي او ښوونیز مرکزونه او يو شمېر نور شامل دي.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي يادې غونډې ته وويل چې په دغه ولايت کې د ټولنيز بيارغنيز انکشاف لپاره هر اړخيزه زمينه برابره ده.
د نوموړي په وينا، له نېکه مرغه په ټول ولايت کې تر دې دمه داسې ستونزه نه ده راپورته شوې چې د ټولګټو چارو د تطبيق پر وړاندې دې خنډونه رامنځته کړي.
نعيمي وويل چې يو شمېر سيمو کې امنيتي ستونزې شته چې د لرې کولو لپاره يې هڅې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به يې په برخه کې مثبت بدلون رامنځته شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن