ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې يو ماشوم د تښتوونکو له منګلو وژغورل شو

خوست کې يو ماشوم د تښتوونکو له منګلو وژغورل شو

author avatar
13 May 2016 - 14:48
خوست کې يو ماشوم د تښتوونکو له منګلو وژغورل شو
author avatar
13 May 2016 - 14:48

خوست ښار(پژواک، ٢٤غويي٩٥): د خوست امنيتي چارواکي وايي چې يو ماشوم يې د تښتونکو له منګلو ژغورلې او د تښتونې په تور يې يو کس هم نيول شوى دى.

د خوست ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت نن د غويي په ۲٤ مه رسنيو ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د عتيق الله په نوم دغه ۱۴ کلن ماشوم دری مياشتې وړاندې د اسماعيل خيلو او مندوزيو ولسوالی څخه تښتول شوی و.

نوموړي وويل، چې ياد شوی ماشوم ددې ولايت پوليسو د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د سړي تښتونکو له منګولو څخه وژغوره او خپلې کورنۍ ته يې تسليم کړ.

هغه زياته کړه: ((دغه ماشوم د موسی خيلو ولسوالی اړوند په يوه غرنۍ سيمه کې ساتل کيده، موږ د ماشوم د تښتونې په تور يو تن سړي تښتونکی سره د يو ميل کلاشينکوف نيولی، چې دا مهال ترپښتنو لاندې دی.))

دغه راز د تښتول شوي ماشوم پلار اصف په خپلو خبرو کې وويل، چې سړي تښتونکو يې د زوی د خوشې کيدو په بدل کې د دری سوه زره امريکايي ډالرو غوښتنه کړې وه، دا چې ده دومره پېسې نه لرلې، نو له پولیسو يې مرسته وغوښته.

نوموړید پوليسو ددې کړنې خوښ دی او په ورته وخت کې له عدلي او قضايي ارګانونوغوښتنه کوي، چې د زوی تښتوونکو ته يې سخته سزا ورکړي، ترڅو په راتلونکي کې د دا ډول پېښو مخه ونيول شي.

هغه زياتوي: ((زه په کور کې د ډوډۍ پېسې هم نه لرم، نو بيا مې دری لکه ډالر له کومه کړې وای، خو له پوليسو ډېر خوښ يم، چې زوی يې راته روغ رمټ وسپاره.))

راخوشي شوي ماشوم عتيق الله پژواک ته وويل چې سړي تښتونکو ډېر سخت وهل ورکړي او د سهار د لمر راختو څخه نيولې بيا ماښام د لمر تر لويدو پورې به يې ورباندې تېږې بارولې.

هغه دغه کيسه داسې بيانوي: ((څلور کسانو زه د خپل کور مخې څخه په يو موټر کې وتښتلوم، هلته به يې وهلم او درنې درنې تېږې به يې راباندې بارولې، لاسونه مې ټول پرې پرې دي.))

دغه راز د پکتيا امنيه قوماندان دا هم وويل چې پوليسو ددې ولايت د مرکز اړوند د مهديخيلو په سيمه کې هغه شپږ تنه وسله وال غله هم نيولي، چې د وسلو په زور به يې له عامو خلکو پېسې او موټر تښتول.

هغه وويل: ((پوليسو د وسله والو غلو يو شپږ کسيزه ګروپ د يو عراده کرولا موټر،د دوه عراده موټرسايلکلو او دوه ميله کلاشينکوفونو سره يو ځای نيولي، چې دا مهال ترپښتنو لاندې دي.))

وروسته له هغه د سړي تښتونکو پر وړاندې د خلکو کرکه لا ډيره شوه چې د اباسين په نوم يو تنکۍ ځوان له کابل You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.