ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار په للمي ځمکو کې کچالو کرل شوي دي

د تخار په للمي ځمکو کې کچالو کرل شوي دي

author avatar
13 May 2016 - 16:16
د تخار په للمي ځمکو کې کچالو کرل شوي دي
author avatar
13 May 2016 - 16:16

تالقان(پژواک،٢٤غويي٩٥): د تخار ولايت د پنځو ولسواليو په للمو ځمکو کې کچالو کرل شوي دي او ښه پايله يې هم ورکړې ده.

د تخار ولايت د کرنې او مالدارۍ رئيس محمد سالم ساعي پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د دې ولايت د فرخار، کلفګان، ورسج، رستاق او چاه اب ولسواليو په للمي ځمکو کې سږ کال کچالو کرل شوي دي.

هغه زياته کړه : (( دا للمي کچالو نه دي، دا عادي کچالو دي، خو دغه سیمې په وري، غويي، غبرګولي او چنګاښ میاشتو کې چې کچالو حاصل ورکوي، په وخت ورښتونه کېږي او ځمکه یې نم له ځانه سره ساتي.))

د هغه د معلوماتو له مخې د لومړي ځل لپاره د اغا خان بنسټ له لوري يو شمير بزګران دې وهڅول چې په خپلو للمي ځمکو کې کچالو وکري.

ساعي وايي: (( اوس د کومو سيمو په للمي ځمکو کې چې کچالو کرل شوي دي ښه نتيجه يې ورکړې ده.))

دغه راز د اغا بنسټ د طبيعي سرچينو د برخې مشر  نصرو الله پژواک ته وويل: ((په للمي ځمکو کې د کچالو کرلو دود موږ له چين هيواد څخه راوړى دى هلته خلکو کرل نو موږ وويل چې په افغانستان به يې هم وکرو دا کار مو وکړ اوس يې ډيره ښه نتيجه ورکړې ده.))

هغه زياتوي: (( په کب میاشت کې کچالو په ځمکه کې کرل کېږي، ورباندې پلاستیک غوړول کېږي، هغه اوبه چې د باران له امله په ویالو کې راټولېږي په ځمکه کې جذبېږي او ځمکه نمجنه ساتي، په دوبي کې پلاستیک خوله کوي او بېرته په ځمکه څاڅي چې د کچالو بوټي اضافي اوبو ته اړتیا نه پیدا کوي.))

دی وايي هڅه کوي چې د عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې د نورو سیمو کروندګرو ته هم ډاډ ورکړي چې په خپلو للمي ځمکې کې کچالو وکري.

د هغه په وینا تېرکال د کلفګان ولسوالۍ په زردالو درې سيمه کې له جريب للمي ځمکې څخه ٣٦٤٠ کيلو کچالو ترلاسه شوي دي.

د کلفان ولسوالۍ يو تن کروندګر رجب محمد پژواک ته وويل: (( موږ په خپلو للمي ځمکو کې کچالو کرلي دي او ښه حاصل يې هم ورکړى دى.))

هغه وايي چې پخوا يې له يو جريب للمي ځمکې څخه څه د پاسه ٢٠ منه غنم ترلاسه کول خو اوس له جريب څخه شاخوا پنځه سوه منه کچالو ترلاسه کوي.

تخار د شمال ختیځ زون د مهمو کرنیزو ولایتونو په کتار کې راځي چې ۵۰۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه لري، چې ۳۵۰ زره هکتاره یې للمي ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.