کابل(پژواک،٢٤غويي٩٥): ولسمشر وايي د افغانستان محدودیتونه باید درک شي او اروپا ته د کډوالو د جذب عوامل هم بايد وارزول شي.
ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې تيره ورځ د بريتانيې هيواد په پلازمينې لندن کې د دې هيواد له لومړي وزير ډيويډ کامرون سره په لېدنه کې وکړې.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې پر پروسې، له ترهګري او اداري فساد سره د مبارزې او د کډوالو د ناورین په هکله بحث او خبرې وکړې.
په دې لېدنه کې افغان ولسمشر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د برتانیې هيواد له مرستو او همکاریو مننه وکړه.
غني اروپا ته د کډوالیو په هکله وویل، د افغانستان محدودیتونه باید درک شي او اروپا ته د کډوالو د جذب عوامل هم بايد وارزول شي.
هغه زياته کړه: (( موږ کوښښ کوو انکشافي فرصتونه برابر کړو، چې هېوادوال د راتلونکي په هکله ډاډه شي او هېواد پرېنږدي.))
دغه راز د برتانیې لومړي وزیر ډيويډ کامرون وویل، هېواد یې تر ۲۰۲۰ او له هغه څخه زیات د افغانستان د پوځي اکاډمي ملاتړ ته ادامه ورکوي او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې په برخه کې به هم همکاري جاري ساتي.
کامرون وویل چې برتانیا به د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره تر ۲۰۲۰ زيږديز پورې د کال سل میلیون ډالرو مرسته کوي.
هغه د کډوالو ستونزه د اروپایي ټولنې له مهمو سیاسي موضوعاتو څخه وبلله.
ولسمشر محمد اشرف غني بريتانيې هيواد ته له اداري فساد سره د مبارزې په نړيوال کنفرانس کې د ګډون په موخه ورغلى دى.
په دې کنفرانس کې د نړۍ د څلویښتو هېوادونو ولسمشرانو، وزیرانو او ډیپلوماټانو ګډون کړى دى.
په لندن کې د فساد پر ضد په سږنۍ نړیواله سرمشریزه کې د فساد له منځه وړل، په فساد کې د ښکیلو کسانو مجازات او د فساد پر وړاندې د يوه ګډ پلان جوړول د بحث موضوګانې ټاکل شوي دي.
ا
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن