ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: فساد د سیاسي تاوتریخوالی لامل کېږي

غني: فساد د سیاسي تاوتریخوالی لامل کېږي

author avatar
13 May 2016 - 09:25
غني: فساد د سیاسي تاوتریخوالی لامل کېږي
author avatar
13 May 2016 - 09:25

کابل(پژواک،٢٤غويي٩٥): افغان ولسمشر وايي چې فساد د سیاسي تاوتریخوالي لامل کېږي او دغه ستونزه بايد و پيژندل شي.

دغه څرګندونې افغان ولسمشر محمد اشرف غني تيره ورځ د انګلستان هيواد په پلازمينې لندن کې له اداري فساد سره د مبارزې په نړیواله ناسته کې وکړې.

په دې کنفرانس کې د نړۍ د څلویښتو هېوادونو ولسمشرانو، وزیرانو او ډیپلوماټانو ګډون کړى دى.

په دې غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني وويل: (( فساد د سیاسي تاوتریخوالي لامل کېږي او موږ باید دا ستونزه وپېژنو.))

دغه راز غني له اداري فساد سره د مبارزې بهیر په ترڅ کې د پولیسو څېړنې، د عدلي او قضایي تعقیب او د ککړو عناصرو محکومولو، یادونه وکړه او وې ویل، خلک په ټولو مخ پر وده هېوادونو کې له فساد څخه ستړي دي او له دې پدیدې سره مبارزه د هغوی له لومړیو غوښتنو څخه ده.

ولسمشر د افغانستان او برتانیې تر منځ همکاریو په ځانګړي ډول له ځانګړو جرمونو سره د مبارزې د کاري ډلې له جوړيدو څخه خوښي څرګنده کړه.

هغه د فساد د عدلي تعقیب په هکله وویل، په دې هکله باید معتبر شواهد وجود ولري ، ځکه په ډېرومواردو کې ريښتني خلک په فساد تورنېږي اوپه اکثر مواردو کې د لوبې قواعد د بانفوذه خلکو په ګټه وي.

ولسمشر په ملي مالکیت ټینګار وکړ او زياته يې کړه : (( موجوده ستونزې باید یادې کړو، اعتراف وکړو او د تطبیق وړ، واقعبینانه او معتبر کاري پلان چې د خلکو د غوښتنو په اساس ولاړ وي، طرحه کړو.))

ده وويل د ملي مالکیت په نه شتون کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې موخې نه ترلاسه کيږي. 

ولسمشر یو ځل بیا له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې په زیاته نړیواله همکاري ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې له فساد سره مبارزه باید داسې نه وي چې له ټاکنو او یا بدلونونو وروسته له پامه ولوېږي.

په لندن کې د فساد پر ضد په سږنۍ نړیواله سرمشریزه کې د فساد له منځه وړل، په فساد کې د ښکیلو کسانو مجازات او د فساد پر وړاندې د يوه ګډ پلان جوړول د بحث موضوګانې ټاکل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.