ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې سېلابونو شپږ کسان مړه کړي

بدخشان کې سېلابونو شپږ کسان مړه کړي

author avatar
14 May 2016 - 11:32
بدخشان کې سېلابونو شپږ کسان مړه کړي
author avatar
14 May 2016 - 11:32

فيض اباد (پژواک، ٢٥ غويى ٩٥): په بدخشان ولايت کې د سختو بارانونو ورېدو له امله د راوتلو سېلابونو له امله ٦ کسان مړه شوي، پنځه نور ژوبل شوي او د استوګنې سلګونه کورونه ويجاړ شوي دي.

د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بدخشان په ١١ ولسواليو کې له تېرو څو ورځو راهيسې سخت بارانونه ورېږي چې له امله يې سېلابونه راوتلي دي.

هغه زياته کړه چې د سختو بارانونو ورېدو او سېلابونو راوتلو له امله په کشکان ولسوالۍ کې يو کس، په تکاب ولسوالۍ کې يو کس او دوه نور په شهدا او ارغن ولسواليو کې له منځه تللي دي.

د فروتن په خبره، په دې سېلابونو کې په پيشکان ولسوالۍ کې د استوګنې څه باندې زر کورونه، په شهدا ولسوالۍ کې ٥٨ کورونه، په ارغنج خواه کې ٢٩ کورونه، په ياوان ولسوالۍ کې ١١ کورونه او په تکاب، بهارک، شغنان، تکي، نسي، مايمي، زيباک او راغستان کې لسګونه کورونه ويجاړ شوي دي.

د بدخشان والي وياند وويل چې په دې سېلابونو کې نږدې زرګونه جريبه کرنيزه ځمکې، باغونه او لسګونه کيلومتره سړکونه هم ويجاړ شوي او سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.

هغه زياته کړه چې ښايي د زيانونو او مرګ ژوبلې شمېره له دې هم لوړه وي، زيانمنو ته مرستو رسولو لپاره د بدخشان والي په مشرۍ يو کمېسيون ټاکل شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.