پاراخ (پژواک، ٢٥ غويى ٩٥): د پنجشېر لویه لار چې د دغه ولايت په عنابه ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوى و، پرانيستل شو.
د پنجشېر د ټولګټو رييس حشمت الله حکيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون شپه په ځينو سيمو کې سېلابونو راوتلو له دالان سنګ نه تر عنابه تر پنج پيران زيارت پورې لس کيلومتره سړک له ډبرو جغلو ډک کړى و.
نوموړي زياته کړه چې دغه واټ نن سهار څلور بجې د ترافيکو پر مخ وتړل شو، خو له پاکولو وروسته نن غرمه شاوخوا ١٢ بجې پېرته پرانيستل شو.
هغه زياته کړه چې دغه سېلابونو نور زيانونه نه دي اړولي.
ياد واټ د دغه ولايت مرکز او شپږ ولسوالۍ له پروان او له هغه ځايه له کابل سره نښلوي.
په پنجشېر کې د باختر خبري اژانس کارکوونکى احمد فياض رحيمي چې د پروان له جبل سراج ولسوالۍ نه پنجشېر ته روان و، وويل چې د سړک دواړو خواوو ته لسګونه موټر د لارې خلاصېدو ته انتظار ولاړ دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن