تالقان (پژواک، ٢٥ غويى ٩٥): چارواکي وايي چې په تخار ولايت کې د ښوونځي لسګونه نجونې مسمومې شوې دي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د غويي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د ولايت د مرکز تالقان اړوند د آهندره په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د اهندرې ښوونځي ٥٢ نجونې زده کوونکې مسمومې شوې دي چې د پوليسو له خوا روغتون ته لېږدول شوې دي.
اسير وايي چې د عامې روغتيا، پوهنې رياست او جنايي رياست په ګډون يو پلاوى ټاکل شوى، څو دا پېښه وڅېړي او د مسمومېدا لامل معلوم کړي.
د ملکي روغتون سرطبيب ډاکتر جميل فروتن پژواک ته وويل چې دوى ته ٤٥ نجونې ور وړل شوې دي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
هغه زياتوي چې په لومړيو معايناتو کې داسې څه نه دي راښکاره شوي چې ګواکې دوى ته په خوراک، څښاک څه ورکړل شوي او يا د سپرې له لارې مسمومې شوې وې.
څو ورځې مخکې هم د دغه ولايت په رستاق ولسوالۍ د ښوونځي لسګونه نجونې مسمومې شوې وې.
د يادونې ده، د ښوونځيو د نجونو د مسمومېدو پېښې له تېرو څو کلونو راهيسې د هېواد په مرکز کابل او ګڼ شمېر ولايتونو کې رامنځته کېږي چې له امله يې زرګونه نجونې مسمومې شوې، خو تر اوسه حکومت پر دې نه دى توانېدلى چې لامل يې معلوم کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن