جلال اباد (پژواک، ٢٥ غويى ٩٥): چارواکي وايي چې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د هيروينو څلور فابريکې له منځه وړل شوې دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غويي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ۲۲ ساعته عمليات چې تېره ورځ پيل شوي وو، نن سهار پاى ته رسېدلي دي.
د هغه په وينا، د دغو عملياتو په ترڅ کې د شېرزادو ولسوالۍ په ملالې غونډۍ کلي کې د پوډرو څلور فابريکې ویجاړې شوې دي.
خوږياڼى وايي، دغه راز په دغو عملياتو کې ۲۵ کلاشينکوفونه، دوه توفنګچې، يو ډاډسن ډوله موټر او يو موټرسايکل هم له منځه تللي دي.
د والي وياند وايي چې د نشه يي توکو يادې فابريکې د درې مشهورو قاچاقبرانو جمعه خان، ، محمد اغا او حضرت اړوند وې.
ده وويل، يادې فابريکې او په کې زېرمه شوي نشه يي توکي د امنيتي منسوبينو له لوري پر بمونو الوځول شوي او له منځه وړل شوي دي.
د هغه په وينا، د فابريکو دوه کارکوونکي هم په ټپي حالات کې د امنيتي منسوبينو له لوري نيول شوي چې دا مهال تر درملنې لاندې دي.
د والي وياند وايي چې په ترسره شوو عملياتو کې ملکي وګړو او امنيتي منسوبينو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن